سیاست
2 دقیقې خواندن
امریکا کانګرس د ټرمپ مهم پلان تصویب کړ
د امریکا جمهوري غوښتونکو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  هغه  پلان تصویب کړ چې د بهرنیو مرستو او عامه خپرونو لپاره د ۹ میلیارد ډالرو تمویل لغوه کوي، او ژمنه یې وکړه چې دا د کانګرس لخوا د فدرالي بودیجې کمولو لپاره د پراخو هڅو پیل دی.
امریکا کانګرس د ټرمپ مهم پلان تصویب کړ
/ AFP
18 جولای 2025

د امریکا جمهوري غوښتونکو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  هغه  پلان تصویب کړ چې د بهرنیو مرستو او عامه خپرونو لپاره د ۹ میلیارد ډالرو تمویل لغوه کوي، او ژمنه یې وکړه چې دا د کانګرس لخوا د فدرالي بودیجې کمولو لپاره د پراخو هڅو پیل دی.

د ویلو ده چې دا تصرف  د ټیکنالوژۍ میلیاردر او د ټرمپ جلا شوي ایلون مسک د هغه  ژمنې  په کال کې به یو تریلیون ډالره تصرف وکړي یواځې یوه کوچنۍ برخه جوړوي.

مګر جمهوري غوښتونکو - چې پدې وروستیو کې یې د کورني پالیسۍ بل تصویب کړ تمه کیږي د امریکا پور ته له ۳ ټریلیون ډالرو څخه ډیر اضافه کړي. وویل  کیږي چې رای ورکوونکو د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین ژمنې ته درناوی وکړ چې د بې ځایه لګښتونو کنټرول وکړي.

د جرګې رئیس مایک جانسن د جمعې په ورځ د رایې ورکولو وروسته په یوه بیان کې وویل: "ولسمشر ټرمپ او د جرګې جمهوري غوښتونکو د مالي مسؤلیت او حکومت موثریت ژمنه کړې وه."

"نن، موږ یو ځل بیا دا ژمنه پوره کوو."

د کانګرس دواړه خونې د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي، دا مسوده هم د ۲۱۳ مخالفو رایو په مقابل کې د ۲۱۶ موافقو رایو سره تصویب شوه. همداشان د مشرانو په جرګه کې هم د جمهوري غوښتونکو رایې ډیرې دي .

دا لایحه اوس د توشیح په موخه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ لاسلیک ته وړاندې کیږي.

ټرمپ د خپل شخصي ټولنیز پلیټ فارم تروت سوشیل له لارې په خپور کړي پيغام کې لیکلي دي چې "جمهوري غوښتونکو د ۴۰ کلونو راهیسې د دې  کارهڅه کړې، او ناکام شوي ... مګر نور نه ناکامیږي. دا یو ډیر لوی ګام دی!!!"

دا تصرف  د هغو هیوادونو لپاره پروګرامونه په نښه کوي چې د ناروغۍ، جګړې او طبیعي پیښو سره مخ دي. همداشان ددې اقدام سره د امریکا په عامه خپرو په ادارې باندې هم بویدیجه کمیږي. ددې پروګرام سره به ددې ادارې یو عشاریه یو میلیارده ډالره بودیجه کمه شي.

محافظه کاران وايي عامه خپرونو ادارې تل پلوي خپرونې کړي چې د همدې امله هغوې ته پدې اندازه بودیجې ورکول بې ځایه خبره وه.

د ویلو ده چې پدې مسوده کې د ایډز د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د پروګرام په اړه هم ۴۰۰ میلیونه ډالره بودیجې کمول په نظر کې نیول شوي وو چې د بعضو معتدله جمهوري غوښتونکو استازو د هڅو په نتیجه کې ددې مخه ونیول شوه.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us