اسرائیلو په غزه کې په مرستو غوښتونکو باندې ډزې وکړې چې لږترلږه ۲۵ کسان یې ووژل
د غزې د روغتیاي سرچینو په وینا، د شنبې په ورځ د اسرائیلي ځواکونو لخوا غزې په رفح کې د خوراکي توکو د مرستې ترلاسه کولو لپاره راټولو شویو ملکي وګړو باندې ډزې وکړې چې له امله يي لږترلږه ۲۵ فلسطینیان ووژل شول او له ۷۰ څخه ډیر ټپیان شول .
د فلسطین خبري اژانس وفا راپور ورکړ چې ګڼه ګوڼه د امریکا-اسرائیلي مرستندویه شرکت سره تړلي مرکز ته نږدې راټوله شوې وه.
د اسرائیلو پوځ په راټولو شوو مرسته غوښتونکو ډزې وکړې، چې له امله یې ګڼه مرګ ژوبله رامنځته شوه.
په وروستیو اونیو کې نږدې ۹۰۰ فلسطینیان د مرستې د غوښتولو پر مهال د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي، چې ډیری یې د 'غزه بشري بنسټ' په نوم ځایونو کې دي، چې د امریکا-اسرائیلي نوښت دی چې د ملګرو ملتونو او نورو بشري ډلو څخه جلا فعالیت کوي.