نړۍ
2 دقیقې خواندن
کرملین: د ټرمپ سخت دریځ د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو پای ته رسېدو په معنا ندي
کرملین ویلي دي چې دوی باور نه لري چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سخت دریځ د امریکا او روسیې د خبرو اترو د پای ته رسیدو معنی ولري چې موخه یې د دوی خرابې اړیکې بیا راژوندۍ کول دي.
کرملین: د ټرمپ سخت دریځ د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو پای ته رسېدو په معنا ندي
/ Reuters
18 جولای 2025

کرملین: د ټرمپ سخت دریځ د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو پای ته رسېدو معنا نه لري.

د کرملین ویاند ديميتري پېسکوف وايي چې له امریکا سره د اړیکو د ښه والي لپاره لا هم ډېر "خنډونه" او ستونزې شته، او زیاتوي چې دا اړیکې "په یوه خواشینوونکي حالت کې" دي.

کرملین ویلي دي چې دوی باور نه لري چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سخت دریځ د امریکا او روسیې د خبرو اترو د پای ته رسیدو معنی ولري چې موخه یې د دوی خرابې اړیکې بیا راژوندۍ کول دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپل نوی دریځ اعلان کړ، چې له مخې یې مسکو ته ۵۰ ورځې مهلت ورکړل شوی څو په اوکراین کې اوربند ته ورسېږي، که نه، نو له بندیزونو سره به مخ شي. هغه همداراز د کیف لپاره د لا ډېرو توغندیو ژمنه وکړه، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په کلکه وغندله.

کله چې د جمعې په ورځ له کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف وپوښتل شول چې آیا د ټرمپ دغه څرګندونې د مسکو-واشنګټن ترمنځ د اړیکو د بیا پیل هڅو د پای ته رسېدو معنا لري، هغه وویل:

" موږ فکر کوو چې دا هغه څه ندي چې معنی یې لري. البته، دا دوه جلا مسئلې دي. یوه موضوع د اوکراین د (سولې) د هواري موضوع ده، بله موضوع زموږ دوه اړخیزې اړیکې دي."

د جنوري په میاشت کې د ټرمپ د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د واشنګټن سره د مسکو خبرې اترې ښي شوې وې. خو ټرمپ ورځ تر بلې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ډېر ناهیلی شوی، ځکه چې کرملین د احتمالي اوربند لپاره ځینې سخت شرایط وړاندې کړي دي.

روسیې او اوکراین سږکال په تورکیه کې دوه ځله د سولې خبرې وکړې، چې له امله یې د بندیانو او د وژل شوو سرتېرو د جسدونو تبادلې پرېکړې وشوې.

خو تر اوسه د درېیم پړاو خبرو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې، او دواړه ښکېلې خواوې لا هم د اوربند یا د احتمالي سولې د هوکړې پر شرایطو ډېر واټن لري.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us