د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سه شنبې په ورځ د شمالي کارولینا په فورټ براګ کې د امریکا د پوځ د ۲۵۰مې کلیزې په لمانځلو کې د ګډون په خاطر د سیمې ته سفر وکړي.
ټرمپ په لاس انجلس کې د کډوالۍ پر ضد مظاهرو د ارامولو لپاره سیمې ته د تازه ځواکونو د استولو پریکړه وکړه. د دفاع وزیر پیټ هېګسېت او د پوځ مشر ډان ډریسکول به هم د سه شنبې په دې مراسمو کې ګډون وکړي، چې د پنټاګون په وینا، د پوځیانو، پخوانیو سرتېرو او د هغوی د کورنیو غړي به هم په دې غونډه کې برخه واخلي.
د دې سفر په ترڅ کې به ټرمپ د سرتېرو او د هغوی د کورنیو سره لیدنې وکړي، د روزنیزو فعالیتونو څارنه به وکړي او د پوځ د رسمي کلیزې د پیل لپاره پلان شوې نورې چارې به ترسره شي.
فورټ براګ، چې د شمالي کارولینا فایټویل ښار ته نږدې موقعیت لري، د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندې مرکز هم دی. په دې ځای کې د ګرین بیریټس او رینجرز په څېر ځانګړې روزل شوي ځواکونه مېشت دي.
ټرمپ د پوځ د کلیزې په مناسبت د شنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د پوځي پریډ د ترسره کولو وړاندیز کړی دی، چې دا ورځ د هغه د ۷۹مې کلیزې سره هم سمون خوري. ټانکونه او نور وسایط به د ښار په سړکونو کې حرکت وکړي، چې دا د دې ښودنه کوي چې څنګه جمهوري غوښتونکی ولسمشر د پوځ په جوړښت کې بدلونونه راولي.
ټرمپ د ډیموکراټ ګوند د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسم د مخالفتونو سره سره ۴۰۰۰ ملي ګارډ پوځیان ښار ته د لیږولو پریکړه کړې ده. شاوخوا ۷۰۰ سمندري ځواکونه هم په رسمي ډول د لاس انجلس ښار ته د ځای پر ځای کېدو لپاره ټاکل شوي دي، ترڅو هغه ګډوډۍ کنټرول کړي چې د کډوالۍ پر ضد د مظاهرو په توګه پیل شوې وې.
د بله پلوه د کالیفورنیا لوی څارنوال د ټرمپ لخوا پدې ښار کې د پوځیانو د ځای په ځای کولو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی پر ټرمپ يي دعوه کړې ده، چې د خپلواکي تر پښو لاندې کړې ده. د کالیفورنیا مشران ټرمپ تورنوي چې د مظاهره کوونکو غوسه یې زیاته کړې، چې له امله یې خلکو لوی سړکونه بند کړي او ځینې ځان چلونکي موټرونه یې سوځولي دي.
ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې وویل: "موږ به پوځیان هر ځای ولرو. موږ به اجازه ورنه کړو چې زموږ په هېواد کې دا ډول پېښې وشي."
فورټ براګ د پوځ په اړه د کلتوري شخړو په منځ کې پاتې شوی دی. دا ځای د کنفډرېټ جنرال په نوم نومول شوی و، خو دوه کاله وړاندې یې نوم فورټ لیبرټي ته بدل شو. هېګسېت بیا د براګ نوم بېرته راوګرځاوه، خو ویې ویل چې دا د دویمې نړیوالې جګړې د یوه پوځی پیراټروپر د درناوي لپاره کارول کېږي.