تورکیه
2 دقیقې خواندن
ولسمشر اردوغان د سوریې د ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې په سوریې د اسرائیلو بریدونه وغندل
ولسمشر اردوغان د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو بریدونه د نه منلو وړ وبلل او خبرداری یې ورکړ چې د اسرائیلو دغه تیری د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی.
ولسمشر اردوغان د سوریې د ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې په سوریې د اسرائیلو بریدونه وغندل
/ AA Archive
18 جولای 2025

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې ولسمشر احمد الشراع سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیلو وروستي بریدونه په کلکه غندلي او د سوریې له خلکو سره د تورکیې د دوامداره ملاتړ ژمنه یې تازه کړې ده.

ولسمشر اردوغان د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو بریدونه د نه منلو وړ وبلل او خبرداری یې ورکړ چې د اسرائیلو دغه تیری د سیمې ثبات ته جدي ګواښ دی.

هغه د سوریې ترڅنګ د تورکیې د ولاړ پاتې کېدو ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې هېواد د زیاتېدونکو ستونزو په وړاندې به ملاتړ ته دوام ورکړي.

د تورکیې ولسمشر د سوریې له دروزي ټولنې سره د وروستي اوربند هرکلی هم وکړ او دا یې یو مثبت پرمختګ وباله.

بلخوا، ولسمشر الشراع د سوریې د سیاسي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت په برخه کې د تورکیې د ملاتړ مننه وکړه.

د تورکیې په ملاتړ منځګړیتوب د شخړو پای ته رسولو کې بریالی شو

د امنیتي سرچینو د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان او د ملي استخباراتو مشر ابراهیم قالن په مشرۍ د ډیپلوماتیکو هڅو په پایله کې د سوریې په سویدا ولایت کې اوربند رامنځته شو.

په دې دوه ورځنیو شخړو کې، چې د دروزي اکثریت لرونکي ولایت کې رامنځته شوې وې او د حکومت اړوند ځواکونه هم پکې ښکېل شول، د یوې داسې سیمې ثبات ته ګواښ پېښ کړ چې په تېرو کلونو کې د سوریې د پراخې کورنۍ جګړې څخه تر ډېره خوندي پاتې شوې وه.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې بریدونو کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي او نږدې ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us