امریکا متحده ایالاتو د مقاومت جبهې په نامه یوه ډله چې د روان کال د اپریل په میاشت کې د هند تر ولکې لاندې په کشمیر کې د خونړي برید مسئولیت په غاړه اخیستی وو د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.
امریکا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مقاومت جبهې په نامه دا ډله چې د اپریل په میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د ترهګري برید سره د هند او پاکستان ترمنځه تر ټولو سترې جګړې ته لار هواره کړې وه د ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مقاومت جبهه په اصل کې د لشکر طیبه ډلې چې د ملګروملتونو سازمان لخوا د ترهګرو ډلو په لست کې شامله شوې ده یوه نیابتي ډله ده . د همدې امله دوې دا ډله د ترهګرو په لست کې شامله کړه .
روبیو په یوه بیان کې وویل چې د ترهګرو په لست کې ددې ډلې نوم اضافه کول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کېد ټرمپ ادارې ژمنتیا ښیې او د ولسمشر (ډونالډ) ټرمپ د پهلګام برید لپاره د عدالت غوښتنه پلي کوي."
په اپریل کې وسله والو کسانو د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د ګرځندوی مرکز په پهلګام د برید سره ۲۶ کسان ووژل، چې نږدې ټول یې هندوان وو.
د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر د جمعې په ورځ وویل چې د واشنګټن اقدام "د هند او امریکا د ترهګرۍ ضد همکارۍ قوي تایید دی.
د مقاومت جبهې په اړه مخکې لږ څه پیژندل شوي وو، چې په پیل کې یې د پهلګام برید مسؤلیت په غاړه واخیست.
مګر لکه څنګه چې د وژنو په اړه نیوکې زیاتې شوې، نوموړې ډلې خپله ادعا بیرته واخیسته.
په پهلګام تاوتریخوالي د دواړو ګاونډیو ترمنځ د څو ورځو جګړې چې د دواړو خواوو له ۷۰ څخه زیات کسان یې ژوند د لاسه ورکړ، د ۱۹۹۹ کال راهیسې تر ټولو سخته نښته ه.
پاکستان د نښتې په جریان کې د رافیل په ګډون ګڼ شمېر هندي جیټ الوتکو د ویشتو نه خبر ورکړ
د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د نوي ډیلي د واکمنۍ پر وړاندې جګړه کوي. ډیری مسلمان کشمیریان د سیمې د آزادولو لپاره د دوی د هدف ملاتړ کوي - یا د پاکستان سره یوځای کیدو یا د یو خپلواک دولت د جوړولو له لارې.
هند ټینګار کوي چې د کشمیر بغاوت "د پاکستان لخوا تمویل شوی ترهګري" ده. پاکستان دا تور ردوي، او ډیری کشمیریان دا د آزادۍ مشروع مبارزه ګڼي. په دې شخړه کې لسګونه زره ملکي وګړي، یاغیان او دولتي ځواکونه وژل شوي دي.
پاکستان ویلي چې دا یوازې په سیمه کې د ملګرو ملتونو لخوا تمویل شوي ټولپوښتنې لپاره د کشمیریانو د غوښتنې ملاتړ کوي "په سیاسي، اخلاقي او ډیپلوماتیک ډول".