ټرمپ اپسټین ته د استولي خطرناکه لیک له امله وال ستریټ ژورنال په اقامه دعوا ګواښلی دی.
وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې ټرمپ په ۲۰۰۳ کال کې جېفري ایپسټین ته یو جنسي محتوا لرونکی د زوکړې لیک استولی وو، چې دا خبر د امريکا ولسمشر مجبور کړ چې دا کیسه جعلي او بدناموونکې وبولي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وال سټریټ ژورنال وروسته له هغې په اقامه دعوا کولو وګواښه چې دې ورځپاڼې د ټرمپ لخوا جیفري ایپسټین ته استولی جنسي محتوا لرونکی لیک نشر کړ.
د ژورنال دغه راپور، چې د پنجشنبې په ورځ په چټکۍ سره د واشنګټن ډي سي په سیاسي فضا کې خپور شو، وایي چې ایپسټین ته د ټرمپ له لوري لاسلیک شوی یادښت د هغه د ۲۰۰۳ کال د پنځوس کلنۍ د زوکړې لپاره د تبریکي لیکونو د ټولګې برخه وه.
ورځپاڼې ویلي چې دوی لیک لیدلی، خو د هغه انځور یې نه دی خپور کړی.
په راپور کې راغلي چې ګېسلېن مکسوېل، چې د ایپسټین ملګرې وه، د دې مناسبت لپاره ځانګړی سوغات چمتو کاوه. هغې د ایپسټین له کورنۍ او ملګرو سره اړیکه نیولې وه. یو له هغو څخه ډونالډ ټرمپ و.
د وال سټریټ ژورنال د لیدل شوو اسنادو له مخې، مکسوېل د ټرمپ او د ایپسټین د لسګونو نورو آشنایانو څخه لیکونه راټول کړي وو، څو یې د ۲۰۰۳ کال د زوکړې د البوم برخه وګرځوي.
د چرمو پوښ لرونکي البوم پاڼې – چې د ایپسټین له لومړي ځل نیول کېدو مخکې په ۲۰۰۶ کال کې ترتیب شوی و – د هغو اسنادو له ډلې دي چې د عدليې وزارت چارواکو له خوا کلونه وړاندې د ایپسټین او مکسوېل د پلټنو پر مهال تر بررسی لاندې نیول شوي وو، د هغو کسانو په وینا چې دا پاڼې یې لیدلي وې.
جعلي لیک؟
ټرمپ د تروت سوشیل په ټولنیز پلیټ فارم کې په یوه پوسټ کې د ورځپاڼې په وړاندې نیوکه وکړه: وال سټریټ ژورنال او روپرټ مرډوک، په شخصي توګه، د ولسمشر ډونالډ جې ټرمپ لخوا مستقیم خبرداری ورکړل شوی و چې هغه لیک چې دوی د ولسمشر ټرمپ لخوا اپسټین ته چاپ کړی و جعلي و او که دوی یې چاپ کړي، نو دوی به محاکمه شي.
دا دوام لري: «ښاغلي مرډوک ویلي وو چې دا موضوع به حل کړي، خو څرګنده ده چې هغه یې واک نه درلود. د وال سټریټ ژورنال مسؤلې مدیرې، ایما ټوکر ته، هم کارولین لیویټ او هم ولسمشر ټرمپ مستقیم وویل چې دا لیک جعلي دی، خو ایما ټوکر دا نه غوښتل چې واوري. پر ځای یې، دوی بیا هم له یوې دروغجنې، ناوړه او بدناموونکې کیسې سره وړاندې شول. ولسمشر ټرمپ به ژر پر وال سټریټ ژورنال، نیوزکارپ، او ښاغلي مرداک باندې دعوه وکړي.»
ټرمپ زیاته کړه: «رسنۍ باید دا زده کړي چې رښتیا ووايي، او پر هغو سرچینو تکیه ونه کړي چې ښايي اصلاً موجودې هم نه وي.»