د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې پاکستان د هند سره په وروستیو نښتو کې د هند ۵ جنګي الوتکې ویشتي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې هغه باور لري چې د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو په جریان کې چې د اپریل په میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د مرګوني برید وروسته پیل شوې، تر پنځو پورې پوځي الوتکې ویشتل شوي دي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو غړیو سره د ماښام میلمستیا په مراسمو کې، وویل: "په حقیقت کې، الوتکې له هوا څخه ویشتل کیدې. پنځه، پنځه، څلور یا پنځه، مګر زه فکر کوم چې په حقیقت کې پنځه جیټ الوتکې ویشتل شوي دي."
د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیو ترمنځ نښتې د اپریل په میاشت کې د هغه برید وروسته پیل شوې چې ۲۶ کسان یې ووژل.
نوي ډیلي د دې پیښې پړه په پاکستان کې میشتو وسله والو واچوله، خو اسلام آباد دا تورونه په مکرر ډول ردوي.
په پایله کې، هندي جیټ الوتکو د می په ۷ مه د پولې هاخوا د پاکستان په خاوره کې په ځینو سیمو د هغوې پر وینا د ترهګرو پټنځایونه بمبار کړل . ددې سره د دواړو هیوادونو ترمنځه په هوا کې د جنګي الوتکو او ډرون ترمنځه مخامخ نښتې وشې. همداشان دواړو هیوادونو په یو بل باندې توغندیو بریدونه هم وکړل.
پاکستان پدې نښتو کې د پنځو هندي الوتکو چې رافیل پرمختللې الوتکې هم پکې شامل دي د ویشتو نه خبر ورکړی وو.
که څه هم هند په رسمي ډول د خپلو الوتکو له ویشتل کیدو له پخلي څخه ډډه کړې، خو کله چې د جون په میاشت کې د بلومبرګ خبریال د هند د لوی درستیز انیل چوهان څخه وپوښتل چې ایا د پاکستان هغه ادعا حقیقت لري چې "شپږ هندي جیټ الوتکې" ویشتي دي ؟ ځواب ورکړ، "مهمه خبره دا ده چې ولې یې سقوط وکړ،" داسې ښکاري چې د تلفاتو پخلی کوي پرته له دې چې شمیر یې مشخص کړي.
هند هم ادعا کړې چې د پاکستان جیټ الوتکې یې ویشتلي دي. پداسې حال کې چې اسلام آباد د کومې الوتکې له لاسه ورکولو څخه انکار کړی، خو د څو هوایی هډو زیان یې منلی دی.
د می په لسمه اوربند وشو.
ټرمپ په مکرر ډول د اوربند په راوستلو کې د مرستې کولو ادعا کړې، او ویلي یې دي چې په دواړو خواوو د امریکا د فشار له امله د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه ایښې ده.
په هرصورت، هند په عامه توګه د پیښو د دې نسخې سره مخالفت کړی، او ویلي یې دي چې اوربند د نوي ډیلي او اسلام آباد ترمنځ د مستقیم اړیکو له لارې ترلاسه شوی، پرته له دې چې د دریمې ډلې ښکیلتیا وي.