په غزه کې ډاکټرانو ویلي دي چې اسرائیلي پوځ په غزه کې د ملکي وګړو پر کورونو باندې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان وژلي دي.
په همدې حال کې د اسراییلو پوځ د بیت لاهیا په لویدیځه برخه کې د کورونو او ودانیو بمبارولو ته دوام ورکوي.
نتانیاهو بیا د غزې د بشپړ نیولو اراده تایید کړه
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې د محاصره کولو لپاره د خپل حکومت اراده یو ځل بیا تایید کړه. د جګړې پای ته رسولو لپاره یې هر ډول موافقه رد کړه، او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د اختلافاتو اټکلونه ختم کړل.
شمالي کوریا د جنګي بېړۍ حادثه "جنایي عمل" وباله
د کوریا د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، شمالي کوریا ویلي چې تېره ورځ د یوې نوې جنګي بېړۍ د استولو د مراسمو پر مهال یوه لویه حادثه رامنځ ته شوه.
پیښه د ختیځ بندري ښار چونګجین کې رامینځته شوې . ویل کیږي نوموړې ۵۰۰۰ ټنیزه کښتۍ اوبو ته د ښکته کولو پر مهال حادثه رامنځته شوه چې د کښتۍ د فعالیت د پیلولو مخه يي ونیوله. د ویلو ده چې پدې پیښه کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
په امریکا کې جمهوري غوښتونکو هغه لایحه بنده کړه چې د ټرمپ د هوايي ځواک لپاره د قطري جیټ ډالۍ مخه نیسي
د امریکا د مشرانو جرګې جمهوري غوښتونکو د اقلیت مشر چک شومر لخوا وړاندې شوی هغه لایحه بنده کړه چې هدف یې د راتلونکي هوایی ځواک په توګه د قطر لخوا مرسته شوې لوکس جیټ کارولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان مخه نیسي.
دغه قانون چې د ولسمشرۍ د هوايي ټرانسپورت د امنیت د قانون په نوم یادیږي، پنټاګون له دې څخه منع کړی و چې په هر هغه الوتکه کې چې پخوا د بهرنیو حکومتونو ملکیت و، د ولسمشرۍ لپاره د کارونې لپاره پیسې مصرف کړي.
په واشنګټن ډي سي کې د اسراییلو د سفارت پر کارکوونکووسله وال برید وشو.
په واشنګټن کې د یهودانو له موزیم بهر د اسراییلو د سفارت دوه کارکوونکي په ډزو وژل شوي دي. امريکايي چارواکو او اسراييلي ډيپلوماتانو د دې وژنې په اړه خواشيني څرګنده کړه.
قربانیان، یو سړی او ښځه، چې تر اوسه یې هویت نه دی په ډاګه شوی، له نږدې واټن څخه په ډزو ویشتل شوي دي. نوموړي د موزیم نه د چې دوې يي کوربه ول د وتو نه وروسته ووژل شول.