logo
وروستي خبرونه | د سنبلې ۱۷
05:01
05:01
نړۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې ۱۷
حماس: د امریکا په منځګړیتوب غزه کې د نوي اوربند پر وړاندیز د خبرو لپاره چمتو یو .
12 ساعته مخکې


د فلسطین مقاومت ډلې حماس ویلي، چې د منځګړو له لارې یې د امریکا د اوربند نوی وړاندیز ترلاسه کړی او خبرو اترو بیا پیلولو ته چمتو ده. دغې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې "د هر هغه نوښت هرکلی کوي چې زموږ پر خلکو د بریدونو په درولو کې مرسته وکړي". حماس زیاته کړې چې د جګړې د رسمي پای او له سیمې څخه د اسرائیلو د بشپړ وتلو په بدل کې د بندیانو د خوشې کولو لپاره خبرو ته چمتو ده.

 

ټرمپ: اروپايي مشران به روانه اونۍ د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د خبرو لپاره امریکا ته سفر وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل، چې ځینې اروپايي مشران به د دوشنبې یا سې شنبې په ورځ امریکا ته سفر وکړي ترڅو د روسیې-اوکراین جګړې د حل لارې په اړه خبرې وکړي. ټرمپ چې په نیویارک کې د امریکا د ټینس له ازادو سیالیو څخه له راستنېدو وروسته یې له خبریالانو سره خبرې کولې، دا هم وویل چې ډېر ژر به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګوري.

 

اسرائیلو په لبنان کې د جګړې د تمثیل لپاره د سوریې په ګولان غونډیو کې نوی روزنیز مرکز پرانیست
د اسرائیلو پوځ د سوریې په اشغال شویو ګولان غونډیو کې یو نوی روزنیز مرکز پرانیستی او ادعا کوي چې دا مرکز په شمالي جبهه کې د احتمالي جګړې لپاره د چمتووالي په موخه د سویلي لبنان د چاپیریال تقلید کولو لپاره ډیزاین شوی. دغه تاسیسات چې "د لبنان تاسیسات" نومول شوي، د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول پرانیستل شول. پوځ ویلي، چې دا مرکز د دې لپاره ډیزاین شوی چې واقعي شرایط تمثیل کړي، کوم چې سرتیري په ګڼ مېشته ښاري سیمو کې د دندو ترسره کولو پر مهال په سویلي لبنان کې ورسره مخ کېدای شي.

د اسرائیلو د شین بېټ پخوانی مشر د یوې المانۍ میراث وړونکې د ماشومانو په تښتولو کې په لاس لرلو تورن شو
اسرائیلي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د اسرائیلو د کورني امنیت ادارې (شین بېټ) پخوانی مشر، جاکوب پیري، په آلمان کې د یوې المانۍ میراث وړونکې کریسټینا بلاک د ماشومانو د تښتولو په پلان کې د خپل رول له امله تر څېړنو لاندې دی. بلاک، چې د آلمان د "بلاک هاوس" سټیک رستورانتونو ځنځیر وارثه ده او د سلګونو میلیونو یورو شتمنۍ څښتنه ګڼل کېږي، د خپل پخواني مېړه د تښتولو د امر ورکولو په تور محاکمه کېږي.

 

په لندن کې د 'فلسطین اکشن' ډلې پر بندیز ضد لاریونونو کې شاوخوا ۹۰۰ کسان ونیول شول
د برتانیا پولیسو اعلان وکړ چې په لندن کې یې شاوخوا ۹۰۰ کسان نیولي چې د "فلسطین اکشن" ډلې پر بندیز یې لاریون کاوه، کومه ډله چې د حکومت لخوا ترهګره ګڼل شوې ده. دغې ډلې باندې دوه میاشتې وړاندې له بندیز لګولو وروسته، شاوخوا ۱۶۰۰ کسان نیول شوي، چې ډېری یې یوازې په چوپتیا سره د دې ډلې په ملاتړ لوحې په لاس کې نیولې وې. لاریون کوونکي وايي، چې پر "فلسطین اکشن" ډلې لګول شوی بندیز په ناحقه توګه د بیان ازادي او د لاریون حق محدودوي.

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې د میاشتنې۱۴
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه
په فضا کې فضايي کثافات په چتکۍ سره مخ په ډیریدو دي
انټرنټ د ژوند په یوې مهمې اړتیاوې بدل شوی دی
د جاپان قوي زلزلې
پیشوګانې نړۍ اداره کوي
د دندې په ګمارنه کې د مصنوعي زیرکتیا پټ تعصب
د دوبۍ چاکلیټ څه ډول نړۍوال شهرت وموند
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us