اسرائیل په غزه کې قتل عام ته دوام ورکوي. د اسرائیلو لخوا په غزه باندې د روانو بریدونو په ترڅ کې په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۸ تنه وژل شوي چې ۵۱ تنه يي د خوراکي توکو د مرستې د ترلاسه کولو د انتظار پر مهال وژل شوي دي.
په دغو بریدونو کې په سلګونه کسان ټپیان شوي دي.
د غزې روغتیايي چارواکي ویلي دي چې ، د نسل وژنې له پیل راهیسې اوس په ۶۶۴مه ورځ کې د مړو شمیره ۶۰۱۳۸ تنو ته رسیدلې ده چې ډیری ښځې او ماشومان دي.
کاناډا وايي که د فلسطین اداره کلیدي اصلاحات پلي کړي نو په سپتمبر میاشت کې به فلسطین په ملګرو ملتونو کې په رسمیت وپیژني.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني خبرداری ورکړ چې د دوه دولتونو حل "زموږ د سترګو په وړاندې له مینځه وړل کیږي."
کاناډا د لسیزو راهیسې، د خبرو اترو ملاتړ کړی، مګر کارني وویل چې د سولې پخوانی بهیر "نور د منلو وړ نه دی."
د روسیې د کامچاتکا ټاپو وزمه کې د ریښتر په کچه د ۸.۸ درجې په شدت سره د زلزلې وروسته په میلیونونه خلک د آرام سمندر په اوږدو کې د سونامي خبرداری وروسته له خپلو کورونو څخه امن سیمو ته تللي وو چې د خبرداري د لرې کیدو نه وروسته اوس بیرته د کورونو په لور روان دي.
زلزلې نه وروسته په لسګونو هیوادونو کې د سونامي د خطر په خاطر خبرداری خپور شو، بندرونه وتړل شول او د امریکا په هاوایی کې یې الوتنې لغوه کړې.
تر څلورو مترو پورې د سمندر د څپو اټکل شوی، خو د کوم لوی زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
روسیې د اسرائیلو او ایران د ۱۲ ورځني جګړې څخه څو اونۍ وروسته د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د ولسمشر د برید ګواښ په اړه نیوکه وکړه.
مسکو خبرداری ورکړ چې ګواښونه بې ثباته کوونکي دي او د اټومي وسلو د نه خپریدو اندیښنو په توګه "په بدبینۍ سره پوښل شوي" دي.
ټرمپ ویلي که تهران په دې وروستیو کې د امریکا لخوا بمباري شوي تاسیسات بیا ورغوي اټومي فعالیت له سره پيل کړي امریکا به پرې یو ځل بیا بریدونه وکړي.
د روسیې په کامچاتکا کې د کلیوچفسکوی اورشیندنه یوازې څو ساعته وروسته له هغه چې د ۸.۸ درجې زلزلې سیمه ولړزوله، پيل شوه.
د ویل کیږي ددې اورشیندنې پر مهال د اور ډبرې درې کیلومتره لوړې شوې، چې ختیځ ته تر ۵۸ کیلومترو پورې خپرې شوې.
ساینس پوهان وايي دا له ۱۹۵۲ کال راهیسې تر ټولو قوي زلزله ده، چې د لا زیاتو زلزلو د فعالیت وېره یې رامنځ ته کړې ده. چارواکي دواړه د زلزلې اغیزې او د اورشیندنې روانې څپې څاري.