logo
وروستي خبرونه | د جوزا ۲۱
04:09
04:09
د غزې جګړه
وروستي خبرونه | د جوزا ۲۱
د روغتیايي سرچینو په وینا، اسرائیلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۴ نور فلسطینیان وژلي او تر ۲۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.


په وژل شویو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه هغه کسان دي چې د ولګې نه د مرګ په حال کې وو او د مرستې د ترلاسه کولو په موخه راټول شوي وو چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د تل ابیب په ملاتړ، د غزې د بشري مرستو د بنسټ په نامه یوه مرکز ته نژدې په ډزو وژل شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې اسرائیلي چورلکو هم د ویش په نقطه کې پر ملکي وګړو ډزې کړي دي.

 

انګلستان او څلورو نورو هیوادونو په اسرائیلي چارواکیو بین ګوییر او سموتریچ بندیز ولګو.

د انګلستان حکومت اعلان وکړ چې انګلستان، اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلینډ او ناروې د اسرائیلو پر دوو ښي اړخو وزیرانو د فلسطینیانو په وړاندې د تاوتریخوالي د هڅولو له امله بندیزونه لګولي دي.
د اسرائيلو د ماليې وزير بيزليل سموتريش او د ملي امنيت وزير ايتامار بن ګوير د سفري بنديزونو او شتمنيو کنګل کېدو سره مخ دي.
بندیزونه په غزه کې د جګړې پر مهال د دوی د چلند سره تړاو لري.

 

امریکا او چین د لندن له خبرو وروسته د سوداګرۍ 'چوکاټ' باندې موافقه وکړه.

د امریکا او چین لوړ پوړو چارواکو په لندن کې د دوه ورځنۍ لوړې کچې خبرو اترو وروسته د سوداګرۍ بحثونو ته وده ورکولو لپاره "چوکاټ" باندې موافقه وکړه.

د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټینیک هیله څرګنده کړه چې د ځمکې د نادر منرالونو او مقناطیسونو په اړه شخړې به د تړون د یوې برخې په توګه حل شي.
په هرصورت، چوکاټ لاهم د واشنګټن او بیجینګ د مشرانو تصویب ته اړتیا لري.

 

  د لاس انجلس ښاروال د لاس انجلس ښار په مرکز کې ګرځبندیز اعلان کړ.

د لاس انجلس ښاروال کیرن باس د امریکا د غیرې قانوني مهاجرینو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو  د چاپو په خلاف د څو ورځو لاریونونو وروسته د ښار په مرکزي سیمه کې ګرځبندیزنافذ اعلان کړ. د ویلو ده چې دا پریکړه په ښار کې  ورانکاریو او لوټماریو د زیاتیدو نه وروسته وشوه.
ګرځبندیز د سه شنبې په ماښام ناوخته پیل شو او د چهارشنبه تر سهار پورې به نافذ وي.
دا ګرځبندیز د ښار په مرکز کې د یو میل مربع په اندازه  زون پوښي.

 

  د شمالي افریقا د مرستو کاروان غزې ته د رسیدو په خاطر لیبیا ته داخل شو.

د شمالي افریقا د ۱۰۰۰ تنو مدني  فعالینو د مرستې کاروان غزې ته د رسیدو په خاطر  لیبیا ته رسیدلی، چې موخه یې د اسرائیلو د روانې محاصرې ماتول دي.

دغه کاروان چې ۱۲ بسونه او ۱۰۰ شخصي موټرونه پکې شامل دي، د دوشنبې په ورځ له تونس څخه روان شو.

دا کاروان وروسته د هغه چې اسرائیلو د برتانیا بیرغ لرونکي مرستندویه کښتۍ باندې مداخله وکړه او ۱۲ تنه مدني  فعالین يي توقیف کړل د سیمې پر لورې روان شو.

ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us