د اروپایي اتحادیې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د معلوماتو له مخې، سوریایانو د فبرورۍ په میاشت کې په ۲۷ هېوادونو کې، چې سویس او ناروې هم پکې شامل دي، ۵۰۰۰ غوښتنلیکونه ثبت کړي دي، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۳۴ سلنه کمښت ښيي.
د اروپایي اتحادیې د مهاجرت کمیشنر، مګنس برونر، وویل: "د پناه غوښتنې وروستي ارقام ښيي چې په نورو سیمو کې ثبات د اروپا لپاره څومره مهم دی."
د سوریې اوږدمهاله واکمن بشار الاسد د ډسمبر په میاشت کې د کورنۍ جګړې له یوې لسیزې وروسته د هېواد د مخالفو ځواکونو لخوا نسکور شو.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په سلګونو زره سوریایان چې په بهر کې یې پناه اخیستې وه، اوس خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
په ټوله کې، د فبرورۍ په میاشت کې د اروپایي اتحادیې ۲۷ هېوادونو، سویس او ناروې شاوخوا ۶۹,۰۰۰ د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې دا د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د کمېدو په حال کې دي.
سوریایان، چې د اوږدې مودې لپاره یې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړوله، اوس د وینزویلا او افغانستان وروسته په درېیم ځای کې دي.
جرمني چې د هغه هیوادونو په سر کې قرار درلود چې تر ټولو زیاتو کډوالو به ورته پناه وړله خو اوس دا مقام فرانسې اخیستی دی او جرمني د اسپانیا نه وروسته په دریم کتار کې ځای نیولی دی.