سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، وویل چې انقره کولی شي چې په جګړې ځپلي افریقايي هېواد کې "سوله او ثبات"رامینځته کړي.
28 février 2025

د سوډان د پوځ مشر د تورکیې له لوري وړاندې شوي وړاندیز نه هرکلي وکړه چې موخه یې د هغه ځواکونو او نیمه پوځي سیالانو ترمنځ د ۲۰ میاشتنۍ نښتو او ستونزو له منځه وړل دي. عبدالفتاح البرهان د شنبې په ورځ په پورټ سوډان کې په یوه غونډه کې، وویل، چې د تورکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر برهان الدین دوران څخه وغوښتل چې دا پیغام ولسمشر اردوغان ته ورسوي چې"د سوډان مشرتابه دې نوښت ته هرکلی وايي" . دا معلومات د غونډې وروسته د سوډان د بهرنیو چارو وزیر علي یوسف له لوري د معلوماتي ناستې پر مهال بیان شول.

یوسف وویل، "سوډان د تورکیې په څېر ورونو او دوستانو ته اړتیا لري،" او زیاته یې کړه، "دا نوښت کولی شي چې په سوډان کې سولې ته لاره هواره کړي."دوران وویل چې د سولې پروسه "ګډو هڅو ته اړتیا لري" او تورکیه "چمتو ده چې د سیمه‌ییزو لوبغاړو د نوښت رامینځته کولو رول په غاړه واخلي ترڅو دا شخړه پای ته ورسوي."

تېره اونۍ، متحده عرب اماراتو (UAE) وویل چې دوی "د سوډان په اوسنۍ بحران د حل لپاره د تورکیې دیپلوماتیکې هڅې" هرکلی کوي. د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، "متحده عرب امارات په بشپړ ډول چمتو دي چې د سوډان د شخړې د پای ته رسولو او د بحران د جامع حل لپاره د تورکیې له هڅو او ټولو دیپلوماتیکو نوښتونو سره همکاري او همغږي وکړي."

د ډسمبر په لومړیو کې، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سوډان له برهان سره په تلیفوني خبرو اترو کې څرګنده کړه چې تورکیه کولی شي "د سوډان او متحده عرب اماراتو ترمنځ اختلافونه حل کړي" او د سوډان "د بهرنیو لاسوهنو ډګر ګرځېدلو" مخنیوی وکړي.

زیاتېدونکی تاوتریخوالی

د سوډان پوځي ملاتړ حکومت څو ځله متحده عرب امارات په دې تورن کړل چې د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ملاتړ کوي. خو متحده عرب اماراتو دا تورونه په دوامداره توګه رد کړل. تېره میاشت د سوډان حکومت ادعا وکړه چې RSF د ګاونډي چاد څخه په متحده عرب اماراتو کې جوړ شوي بې پیلوټه الوتکو په واسطه بریدونه ترسره کړي.

په سوډان کې جګړه، برهان د هغه پخواني مرستیال او د RSF مشر محمد حمدان دګالو سره مخامخ کړل. دا جګړې د لسګونو زرو خلکو د مړینې او د ۱۲ میلیونو کسانو بې ځایه کېدلو لامل شوه. دغه راز دې هېواد د قحطۍ لور ته ټېل وهلی او تحلیلګران خبرداری ورکوي چې د نورو هېوادونو لاسوهنه به دا درد یوازې اوږد کړي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us