نړۍ
3 دقیقې خواندن
ایران د امریکا سره هر ډول مذاکرات رد کړل او وویل چې د اسرائیلو جرمي شریک سره د خبرو لپاره څه نلرو.
ایراني مقاماتو  د جمعې په ورځ  د پرله پسې څرګندونو سره ټینګار وکړ، تر کومه چې اسرائیل دا ناحقه بریدونه ونه دروي د اوربند په اړه د هر ډول مذاکراتو ترسره کول ناممکن دي.
ایران د امریکا سره هر ډول مذاکرات رد کړل او وویل چې د اسرائیلو جرمي شریک سره د خبرو لپاره څه نلرو.
/ Reuters
18 ساعته مخکې

ایران د امریکا سره هر ډول مذاکرات رد کړل او وویل چې د اسرائیلو جرمي شریک سره د خبرو لپاره څه نلرو.

ایراني مقاماتو  د جمعې په ورځ  د پرله پسې څرګندونو سره ټینګار وکړ، تر کومه چې اسرائیل دا ناحقه بریدونه ونه دروي د اوربند په اړه د هر ډول مذاکراتو ترسره کول ناممکن دي.

د رسنیو د راپورونو خلاف، چې ګواکې تهران د واشنګټن سره د غیرې مستقیمې لارې  اړیکه نیولې ترڅو د جګړې سمدستي بندیدو غوښتنه وکړي، د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان وویل چې د اوسني جنګ د پای ته رسولو یوازینۍ لار دا ده چې اسرائیل پرته له کوم شرط  او قید څخه خپل هوايي بریدونه ودروي.

پژشکیان د ایراني رسنیو له مخې په یوه بیان کې وویل: "موږ تل د سولې او ثبات هڅه کړې ده." هغه زیاته کړه چې "د اوسنیو شرایطو لاندې، دوامداره سوله یوازې هغه وخت ممکنه ده کله چې صهیونیستي دښمن خپل بریدونه بند کړي او د خپلو ترهګریزو پارونو د پای ته رسولو لپاره قوي تضمینونه ورکړي."

پژشکیان خبرداری ورکړ چې "که دا کار ونه‌شي، نو ایران به په ډېر سخت او غاښ ماتوونکی  ځواب ورکړي."

د اسرائیلي چارواکو په وینا، تل ابیب ښايي ډېر ژر د ایراني توغندیو د مخنیوي په برخه کې له ستونزو سره مخ شي. په تېرو څو ورځو کې، ایران ډېر پرمختللي او ځواکمن توغندي کارولي، په داسې حال کې چې د اسرائیل د مخنیوي کچه راټیټه شوې ده.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ وویل چې تهران د امریکا له خوا څو "جدي" پیغامونه ترلاسه کړي چې د خبرو غوښتنه کوي، خو ایران د واشنګټن سره "هیڅ خبرې نه لري" ځکه چې هغه د اسرائیل سره د ترسره شویو "جرمونو شریک" دی.

عراقچي په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل: "موږ د خپلو توغندیو پروګرام په اړه له هېچا سره خبرې نه کوو. هېڅ عقلمن انسان به د خپلو دفاعي وړتیاوو په اړه خبرو ته غاړه کېنږدي."

هغه ټینګار وکړ چې تر هغه چې د اسرائیل بریدونه دوام ولري، "له هېچا سره خبرې نه کېږي." عراقچي زیاته کړه چې ایران به له اروپایي هېوادونو سره خبرې دوامداره وساتي او په جنیوا کې د یوې پلان شوې غونډې یادونه وکړه.

عراقچي ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ په جنیوا کې د بریتانیا، فرانسې، او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس سره خبرې وکړي.

هغه بیا ټینګار وکړ چې د ایران د توغندیو پروګرام "استثنايي، دفاعي، او په دقیق ډول هدفمند" دی او څرګنده یې کړه چې د ایران بریدونه د اخلاقي او نړیوالو معیارونو په کلکه پابند دي.

هغه وویل: "زموږ وسله‌وال ځواکونه یوازې پوځي او اقتصادي مرکزونه په نښه کوي، هېڅکله استوګنیزې سیمې، روغتونونه، یا ملکي ودانۍ نه په نښه کوي."

د تېرې جمعې په ورځ هغه وخت جګړه پیل شوه کله چې اسرائیل په ایران کې په څو ځایونو، په شمول د پوځي او اټومي تاسیساتو، هوايي بریدونه وکړل، چې تهران یې په ځواب کې بریدونه وکړل.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، د ایران د توغندیو په بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او سلګونه ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په ایران کې د اسرائیلي بریدونو له امله ۶۳۹ کسان وژل شوي او له ۱۳۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us