د امریکا متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو اړوند یوې نوي نسل اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا د سمندري ځواکونو د قوماندانۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ددوې اړوند یوه اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکې په ځايي وخت د شپږ نیمو بجو په شاوخوا کې د کالیفورنیا د لیمور سمندري ځواکونو د هوايي هډې ترڅنګ سقوط کړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې د الوتکې پیلوټ د ایجیکشن سیستم په واسطه له الوتکې ځان غورځولی دی.
د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
د ویلو ده اف ۳۵ الوتکې د نړۍ تر ټولو پرمختللې او وروستی نسل جنګي الوتکې دي . دا الوتکې د رادار نه د خپل پټوالي (Stealth) وړتیاوو، پرمختللو سینسرونو، او څو رولیزو ځانګړتیاوو له امله مشهورې دي . دا الوتکې رادار څخه د پټ پاتې کیدو لپاره ډیزاین شوې دي چې دې ته دا وړتیا ورکوي چې د دښمن د کشف سیسټمونو لخوا د نیول کیدو پرته عملیات ترسره کړي..
دا الوتکې یوازې د هوايي جګړې لپاره نه بلکې د هوا څخه هوا، هوا څخه ځمکې، او هوا څخه سمندر ته د برید وړتیاوې لري، او همدارنګه د استخباراتو، څارنې، او اکتشاف (ISR) او الکترونیکي جګړې (EW) دندې هم ترسره کوي.