نړۍ
2 دقیقې خواندن
چین د ګمرکي تعرفو په اړه د موافقې نه د سرغړونې په اړه د امریکا ادعاوې په کلکه توګه رد کړي دي.
چین ویلي دي چې دوې د امریکا  هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې چین د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ د تعرفو د کمولو تړون مات کړی دی.
چین د ګمرکي تعرفو په اړه د موافقې نه د سرغړونې په اړه د امریکا ادعاوې په کلکه توګه رد کړي دي.
/ Reuters
2 جون 2025

چین د ګمرکي تعرفو په اړه د موافقې نه د سرغړونې په اړه د امریکا ادعاوې په کلکه توګه رد کړي دي.

چین ویلي دي چې دوې د امریکا  هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې چین د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ د تعرفو د کمولو تړون مات کړی دی.

بیجینګ او واشنګټن تېر میاشت په دې موافقه وکړه چې د ۹۰ ورځو لپاره د یو بل پر وارداتو لوړ تعرفې په موقت ډول کمې کړي، دا موافقه د جنیوا په خبرو کې د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.

خو د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوتنیک د یکشنبې په ورځ د "فوکس نیوز سنډې" سره په خبرو کې وویل چې بیجینګ د دې تړون په عملي کولو کې ځنډ کوي.

بیجینګ د دوشنبې په ورځ په ځواب کې وویل چې واشنګټن "بې اساسه تورونه لګولي او په ناحقه یې چین د موافقې په  ماتولو تورن کړی، چې دا د حقایقو سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي."

د چین د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې وویل: "چین دا بې ځایه تورونه په کلکه ردوي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې چین "په بشپړ ډول تړون مات کړی دی"، خو د دې ادعا لپاره یې کوم جزئیات وړاندې نه کړل.

خو د چین د سوداګرۍ وزارت وویل چې "چین د خپلو حقونو او ګټو په ساتنه کې کلک دریځ لري او د موافقې په عملي کولو کې یې اخلاص ښودلی دی."

واشنګټن "په پرله پسې توګه د چین پر وړاندې یو شمېر تبعیضي محدودیتونه لګولي دي"، وزارت وویل، د مصنوعي زیرکتیا پر چپسونو د صادراتو کنټرول او په امریکا کې د چینایي زده کوونکو ویزو لغوه کول د واشنګټن نیت په ډاګه کوي.

وزارت زیاته کړه: "موږ له امریکا څخه غواړو چې د چین سره یوه مناسبه حل لار پیدا کړي، سمدستي خپلې ناسمې کړنې سمې کړي، او د جنیوا د سوداګرۍ خبرو اترو څخه ترلاسه شوې موافقې په ګډه وساتي."

که داسې ونه کړي، "چین به د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتنې لپاره په کلکه قوي ګامونه پورته کړي."

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us