د وینزویلا د ټاکنو ملي شورا اعلان وکړ چې د ولسمشر نیکولاس مادورو ګوند د یکشنبې په ورځ د پارلماني او سیمه ییزو ټاکنو په پایله کې د ډېرو رایو ترلاسه کولو سره بریا خپله کړه.
د وینزویلا د ټاکنو د ملي شورا لخوا د اعلان شوو رسمي پایلو له مخې د وینزویلا متحد سوسیالیست ګوند (PSUV) او د هغوی متحدینو د ملي شورا ۸۲.۶۸ سلنه رایې او د ۲۴ ولایتونو څوکیو څخه ۲۳ ولایتونو څوکۍ ترلاسه کړي دي.
په دې ټاکنو کې چې د اصلي اپوزیسیون ائتلاف، ډیموکراتیک اتحاد بایکاټ اعلان کړی وو د رایې ورکولو ګډون ۴۲.۶ سلنه و. دغه ائتلاف یوازې ۶.۲۵ سلنه رایې ترلاسه کړې.
د ټاکنو شورا مشر، الویس اموروسو، وویل چې دا پروسه ډېره شفافه وه او د وینزویلا د ټاکنیز سیستم یې د نړۍ لپاره د یوه بېلګې په توګه یاد کړ.
واکمن ائتلاف د ټولو کارول شوو ۵ عشاریه ۵ میلیونو رایو څخه ۴ عشاریه ۵۵ په ترلاسه کولو سره ستر بری ترلاسه کړی دی. د اپوزیسیون د نه ګډون په ترڅ کې یوه پراخه بریا په ګوته کوي.
د اپوزیسیون مشره ماریا کورینا ماچادو په ټاکنو کې د شفافیت په اړه د شکونو له امله.خپلو پلویانو ته په ټاکنو د نه ګډون غوښتنه کړې وه.
له ۲۱ میلیونو څخه زیات ثبت شوي رایه ورکوونکي د ۲۴ والیانو، ۲۸۵ پارلمان غړو، او ۲۶۰ سیمه ییزو شورا غړو د ۲۰۲۶-۲۰۳۱ قانوني دورې لپاره د ټاکلو په پروسه کې برخه اخیستې وه.
د لومړي ځل لپاره، په هغه سیمه کې چې د وینزویلا او ګیانا ترمنځ پرېکړه شوې، د طبیعي سرچینو بډایه ایسیکویبو سیمه کې چارواکي وټاکل شول.