نړۍ
3 دقیقې خواندن
د ټرمپ حکومت د عدلیې وزارت او اف بي آی د مرکزي ودانیو په ګډون ۴۴۳ فدرالي ملکیتونو پلوري .
د ټرمپ ادارې د ۴۴۳ فدرالي ملکیتونو یوه لیست خپور کړی چې ویل کېږي ممکن بند یا وپلورل شي. په دې لست کې د FBI مرکزي دفتر او د عدلیې وزارت مرکزي ودانۍ هم شاملې دي. د ټرمپ حکومت وايي چې دا ملکیتونه د حکومت د عملیاتو لپاره اړین او ګټور ندي.
د ټرمپ حکومت د عدلیې وزارت او اف بي آی  د مرکزي ودانیو په ګډون  ۴۴۳ فدرالي ملکیتونو پلوري .
5. März 2025

د ټرمپ ادارې د ۴۴۳ فدرالي ملکیتونو یوه لیست خپور کړی چې ویل کېږي ممکن بند یا وپلورل شي. په دې لست  کې د FBI مرکزي دفتر او د عدلیې وزارت مرکزي ودانۍ هم شاملې دي. د ټرمپ حکومت وايي چې دا ملکیتونه د حکومت د عملیاتو لپاره اړین او ګټور ندي.

دغه لیست د سه شنبې په ورځ د عمومي خدماتو ادارې (GSA) لخوا خپور شو، چې د هېواد ځینې ډېر پېژندل شوي ودانۍ پکې شاملې دي او نږدې په هر ایالت کې شتون لري. په دې ملکیتونو کې د محکمې ودانۍ، د دفترونو ودانۍ او د موټرو پارکینګ ځایونه شامل دي.

په واشنګټن ډي سي کې، دغه لیست د FBI مرکزي دفتر  چې د جې ایډګر هوور ودانۍ ، د رابرت ایف کینیډي د عدلیې وزارت ودانۍ، د پوست پخوانۍ   ودانۍ چې یو وخت پکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هوټل چلولی و، او د امریکا سور صلیب مرکزي دفتر هم  شامل دي.

د امریکا د عمومي خدماتو ادارې په وینا "پلور دا یقیني کوي چې د مالیه ورکوونکو پیسې نور په خالي یا لږ کارېدونکو فدرالي ځایونو باندې نه مصرفېږي."

د دې ملکیتونو پلور د ټرمپ د فدرالي حکومت د تصرف د  هڅو یوه برخه ښکاري، چې د ټیکنالوژۍ میلیاردر ایلون ماسک لخوا رهبري کېږي. د دې تصرف هڅو له امله تر اوسه ۱۰۰,۰۰۰ کارکوونکو ته د استعفا وړاندیز شوی یا له دندو ګوښه شوي دي.

د حکومت د موثریت څانګې (DOGE) ادعا کړې چې تر اوسه یې ۱۰۵ میلیارده ډالر سپما کړي، چې یوه برخه یې د حکومتي ملکیتونو د کرایې تړونونو لغوه کولو له لارې ترلاسه شوې ده.

د بودیجې کارپوهانو د  حکومت د موثریت څانګې (DOGE)  د معلوماتو د اعتبار په اړه شک څرګند کړی دی.

د  امریکا د عمومي خدماتو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې نور د دې تمه نه شي کولی چې د دې ملکیتونو د نوي کولو لپاره پیسې ترلاسه کړي او ویلي یې دي چې پلور ممکن په کلني ډول له ۴۳۰ میلیونه ډالرو څخه زیات د عملیاتو لګښتونه وسپموي.

دا لا روښانه نه ده چې د امریکا د عمومي خدماتو ادارې په لیست کې څومره ودانۍ به په پای کې د پلور لپاره وړاندې شي، یا دا چې څه ډول قیمت به ترلاسه کړي.

په دې لیست کې د څو لویو حکومتي ادارو مرکزي دفترونه شامل دي، لکه د پخوانیو سرتېرو اداره، د کرنې وزارت، د انرژۍ وزارت، د کار وزارت، د روغتیا او بشري خدماتو وزارت، د کور جوړونې او ښاري پرمختګ وزارت، او د فدرالي هوايي چلند اداره.

د امریکا د عمومي خدماتو ادارې خپل مرکزي دفتر هم په دې لیست کې شامل دی.

په دې لیست کې د شیکاګو، اټلانټا او کلیولینډ لوړپوړې ودانۍ، او همدارنګه د داخلي عوایدو خدمت (IRS) څو مرکزونه شامل دي چې د مالیاتو راپورونه پروسس کوي.

IRS په یوه داخلي یادداشت کې تېره اوونۍ ویلي و چې دغه ودانۍ به د جون میاشتې څخه پلور ته وړاندې شي.وړاندې کړي، وروسته له دې چې د اپرېل د مالیاتو د ثبتولو فصل بشپړ شي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us