د سوریې ولسمشر احمد الشرع د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سیمې د بې ثباته کولو په موخه د اسرائیلو پلانونه د بهرنیو منځګړو د مداخلې او د سوریې دولت د خپلو هڅو له امله شنډ شول.
الشرع ، په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: "موږ له جګړې څخه ډار نلرو. زموږ ژوند د مشکلاتو او د خپلو خلکو نه په دفاع کې تیر شوی، موږ تل د سوریې ملي منافعو ته د هر څه نه لومړیتوب ورکړی دی او د هر څه نه مو لوړې ګڼلي دي ."
الشرع دا هم وویل چې د اسرائیلو د بریدونو سره سره چې ملکي وګړي او عامه ادارې په نښه کوي، "د ثبات د بیرته راګرځولو او غیرقانوني ډلو د شړلو لپاره د دولت هڅې بریالۍ شوې دي."
هغه زیاته کړه چې دا به "د امریکا، عربي هیوادونو او تورکیې منځګړیتوب له اغیزمنې مداخلې پرته نه وای شوی، چې سیمه یې له نامعلوم برخلیک څخه وژغورله."
د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په ورځ د پلازمینې دمشق او همدارنګه په سویدا او درعا کې د ډروز ټولنې د ساتنې په پلمه هوایي بریدونه پیل کړل.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې بریدونو له ۳۰ څخه ډیر کسان ووژل او نږدې ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل.