د دې تړون برخه اخیستونکي د اروپایي درې هېوادونو (E3) ترڅنګ چین، روسیه او امریکا هم وو.
خو ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې په یو اړخیز ډول له دې تړونه ووت او پر ایران یې د بانکدارۍ سکتور او د تېلو صادراتو بندیزونه بیا ولګول.
یو کال وروسته، ایران په ځواب کې د تړون لاندې خپلې ژمنې کمې کړې. دغه تړون ایران ته د بندیزونو د نرمولو په بدل کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د ایران د اټومي فعالیتونو محدودیتونه وضع کړي وو.
د اروپا درې هېوادونو لخوا د ۲۰۱۵ کال تړون د «سنیپ بیک» میکانیزم فعالولو په اړه غور روان دی، چې په پایله کې به د ایران د نه پوره کولو په ځواب کې د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګول شي. دا اختیار د اکتوبر په میاشت کې پای ته رسېږي.
د ایران لوړپوړي ډیپلومات خبرداری ورکړی چې دا ډول دریځ به د نړۍ د اټومي وسلو د خپرېدو یوه نړیواله ستونزه رامنځته کړي چې تر ټولو زیات به اروپایان اغېزمن کړي.
خو هغه د فرانسوي اونیزې «لو پوینټ» په یوه لیکنه کې ویلي چې تهران د اروپا سره د اړیکو په نوي کولو چمتو دی.
د اروپایي هېوادونو سره د جمعې د ورځې غونډه د ایران او امریکا د اټومي خبرو د څلورم پړاو له ترسره کېدو لږه موده وروسته کېږي. تهران دغه خبرې «سختې خو ګټورې» بللې وې، او د دې وروسته یوه امریکایي چارواکي ویلي وو چې واشنګټن «هڅول شوی» دی.
عراقچي ویلي چې د جمعې د ورځې خبرې به د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو په کچه ترسره شي.