سرچینې زیاته کړه چې دواړو خواوو د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې د هاکان فیدان او مارکو روبیو ترمنځ د غونډې پر مهال په ښکاره توګه خپله سیاسي اراده څرګنده کړه چې د دفاعي صنعت په برخه کې د همکارۍ خنډونه لرې کړي.
دواړو لوړ پوړو ډیپلوماتانو د هغو مسایلو په اړه هم خبرې وکړې چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مارچ په ۱۶مه د ټیلیفوني خبرو پر مهال بحث کړی و.
دواړو ډیپلوماتانو د راتلونکو لوړ پوړو لیدنو په اړه هم خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړه "د موجوده ستونزو د حل لپاره تخنیکي خبرې به ترسره شي."
د F-35 موضوع
د سه شنبې په ورځ د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان واشنګټن ته دوه ورځنی سفر پیل کړ، چې دا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې تر چتر لاندې د هغه لومړنی سفر و.
تمه کېده چې هغه د تورکیې پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو او د F-35 جنګي الوتکو په پروګرام کې د بیا شاملېدو غوښتنه وکړي.
په خپل لومړي دوره کې، ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې د روسیې S-400 د هوايي دفاعي توغندیو د سیسټم د ترلاسه کولو له امله د تورکیې پر وړاندې د بندیزونو د لګولو په اړه د خپلو سلاکارانو مشورې له پامه وغورځولې. خو په ۲۰۲۰ کال کې یې دا ګام پورته کړ.
د تورکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم ترلاسه کول د دې لامل شول چې ترکیه د F-35 پروګرام څخه لرې شي، چې پکې هغه د تولیدونکي او پیرودونکي په توګه برخه لرله. انقره وایي چې د دې پروګرام څخه د هغې لرې کول غیر عادلانه او غیر قانوني دي او غوښتنه کوي چې یا دې بیا شامل شي یا دې د خپلې پانګې لپاره تاوان ورکړل شي.
د اړیکو ښه کول
په وروستیو کلونو کې د امریکااو تورکیې اړیکې له ستراتیژیکې ملګرتیا څخه لرې شوې دي، ځکه چې د دواړو اوږدمهاله تړون لرونکو متحدینو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.
د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې د تورکیې سره د هغه څه له امله چې د ناټو د بل غړي سره د روسیې نږدې اړیکې ګڼل کېدې، واټن ساتلی و.
د S-400 د ستونزې د حل په اړه د متحدینو ترمنځ خبرې د بایډن تر ادارې لاندې روانې وې، خو هیڅ پرمختګ ونه شو.
د فیدان سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې انقره د ټرمپ د دویمې ادارې تر چتر لاندې د واشنګټن سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.
له جنورۍ ۲۰ واک ته د بیا رسیدو راهیسې، ټرمپ د بایډن هغه پالیسي چې مسکو یې منزوي کاوه او کیف ته یې بې قید او شرط ملاتړ ورکاوه، په بشپړ ډول تغیر ورکړی او پر دې تمرکز کوي چې د روسیې جګړه په اوکراین کې پای ته ورسوي.
د تورکیې یوه چارواکي وویل چې د واشنګټن او انقرې ترمنځ خبرې د مسکو په اړه د ټرمپ د چلند د بدلون وروسته "نوې بڼه" غوره کړې ده.
د ټرمپ د چلند بدلون د اروپایي مشرانو اندیښنې هم زیاتې کړې دي، چې وېره لري واشنګټن ممکن له اروپا څخه مخ واړوي، او د اروپا د امنیت په بیا جوړولو کې د انقرې رول پیاوړی کړی دی.