د تورکیې لپاره د امریکا سفیر، ټام باراک، ویلي چې تورکیې په استانبول کې د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره په وروستیو خبرو کې یو ځانګړی رول لوبولی دی.
هغه د دوشنبې په ورځ د تورکیې د NTV ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل: "تورکیه له دواړو هېوادونو، روسیې او اوکراین، سره دودیزه همکاري لري، چې دوی ته د پام وړ خبرو اترو د جوړولو وړتیا ورکوي."
باراک وویل چې تورکیه د ناټو یو مهم متحد په توګه په پراخه کچه پېژندل شوې، خو په سیمه کې یې هم پراخ نفوذ ښودلی، په ځانګړې توګه په سوریه کې او د روسیې او اوکراین د شخړې په منځګړیتوب کې.
هغه د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د قوي اړیکو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د دې اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د مرستې نیت لري.
باراک زیاته کړه چې ټرمپ د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه زغم له لاسه ورکوي.
‘مصنوعي سرحدونه او ناکامې تګلارې’
باراک چې د سوریې په اړه خبرې کولې وویل ،چې په سیمه کې د امریکا اوسني سیاستونه به د تېرو تګلارو څخه په پراخه کچه توپیر ولري، کومې چې هغه ناکامې وبللې.
هغه استدلال وکړ چې د منځني ختیځ روانې ستونزې د لومړۍ نړیوالې جګړې راهیسې د لویدیځو هڅو پایله ده چې سیمه د خپلو ګټو لپاره بدله کړي.
هغه وویل: "زه نه وایم چې دا سم وو یا ناسم. خو د بېلګې په توګه د بالفور اعلامیه واخلئ — دا د یهودي وګړو لپاره د نوي او آزاد وطن د جوړولو هڅه وه. بیا د سایکس-پیکو تړون راغی، چیرې چې یو بریتانوي او یو فرانسوي چارواکي په یوه سیمه کې چې د قبیلو او مذهبي فرقو څخه ډکه وه، مصنوعي سرحدونه وټاکل."
باراک وویل چې که څه هم عثماني امپراتورۍ یو فعال سیستم درلود، خو دا سرحدونه د محلي واقعیتونو په پام کې نیولو پرته ټاکل شوي وو. "دا ناشونې وه چې مصنوعي سرحدونه پرې وټاکل شي، خو سایکس-پیکو تړون همدا کار وکړ،"