د تورکیې د عامه اړیکو مشر فخرالدین التون د IHH د بشري مرستو بنسټ ته د اسرائیلو په هوايي برید کې ددې بڼسټ د ۵ تنو مرستندویانو د وژل کیدو او ۲ تنو نورو د سختي ټپي کیدو له امله د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام واستوه.
التون د پنجشنبې په ورځ په ایکس (پخواني ټویټر) کې په خپور کړي بیان کې وویل چې د اسرائیلو حکومت چې پر ماشومان، ښځو، زاړه او ټولو ملکي او بې ګناه خلکو د یو لبه د نسل وژنې په کچه ترهګري کوي یو ځل بیا د بشري مرستو کارکوونکي چې د خپلو ژوندونو په خطر کې اچولو په بدل کې اړینو خلکو ته رسولې ووژل.
التون په خپور کړي بیان کې زیاته کړه: "د صهیونیستي اسرائیلو اداره په غزه کې خپل منظم قتل عام ته دوام ورکوي، چې په بې توپیره توګه ځوانان، زاړه، ماشومان او ښځې په نښه کوي."
هغه زیاته کړه: "اوس یې تر دې حده ورسېدل چې بې ګناه مرستندوی کارکوونکي چې د محاصره شوي غزې خلکو ته د ډوډۍ یوه ټوټه او د اوبو یوه غوړپ رسولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، بمبار کړي."
التون له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل غږ پورته کړي او د دې "وحشت" د درولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
هغه وویل چې تورکیه به د ډیپلوماتیکو لارو او نړیوالو بنسټونو له لارې هڅه وکړي چې په غزه کې د وینې توییدو مخه ونیسي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دې کړنو مسؤلینو څخه به حساب وپوښتل شي.
د بشري مرستو بڼسټIHH چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) سره په همغږۍ کې فعالیت کاوه، وویل چې مرستندوی کارکوونکي د اسرائیلو د روانو پوځي بریدونو په منځ کې د غزې محاصره شویو خلکو ته د خوراکي توکو او مرستو رسولو هڅو کې بوخت وو.
IHH په خپله اعلامیه کې وویل: "موږ دا وحشیانه برید چې د بشري مرستو کارکوونکي په نښه کوي، چې هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي ترڅو د غزې مظلومو خلکو ته مرسته ورسوي، په کلکه غندو."
په بریدونو کې وژل شوي مرستندوی کارکوونکي د محمد المبیض، احمد بوستان، معتز رجب، اسحاق الطیف او جمال المبیض په توګه اعلان شوي دي.