د تورکیې په اسکي شهر کې په ځنګلونو کې د اورلګیدنو له امله ۱۰ تنه شهیدان شول.
د تورکیې د ځنګلونو وزیر وویل، چې په اسکیشهر ولايت کې د ځنګلي اورونو له امله لس کسان شهیدان شوي دي.
د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ویلي، چې د هېواد په مرکزي سیمه کې د یوه ځنګلي اور په ترڅ کې پنځه ځنګل ساتونکي او پنځه د لټون او ژغورنې کارکوونکي وژل شوي دي.
د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر یومکلي اعلان کړی چې په مرکزي اسکیشهر ولایت کې د یوه ځنګلي اور د مړ کولو پر مهال لس کسان، چې پکې پنځه د ځنګل ساتنې کارکوونکي او پنځه د لټون او ژغورنې کارکوونکي شامل دي، شهیدان شوي دي.
وزیر وویل: زه ټول هیواد ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم. موږ یو ډېر دردناک ماښام تجربه کوو. لس تنه زموږ د ځنګلونو کارکوونکي د اور وژنې پر مهال شهیدان شول. دا سیمه موږ دا مهال بنده کړې ده.
نوموړي زیاته کړه :موږ باور نه شو کولای چې دا پېښه په دومره کوچني ځنګل کې څنګه رامنځته شوه، داسې نه وه چې دا ډېر لوی ځنګل وي. هغوی پرون له خطره وتلي وو، او موږ ډېر خوښ وو، خو نن مو د هغوې د شهادت خبر ترلاسه کړ."
هغه وویل: "کله چې د اسکیشهر اور د افیون قرهحصار تر سرحده ورسېد، ۱۹ د ځنګلونو کارکوونکي او پنځه د لټون او ژغورنې رضاکار کسان د ناوړه بادونو له امله په اور کې راګیر شول. دا مهال زموږ ۱۴ د ځنګلونو کارکوونکي په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایکس (پخوانی ټویټر) له لارې لیکلي: په اسکیشهر کې د ځنګلي اور پر وړاندې د مبارزې پر مهال د پنځو د ځنګلونو کارکوونکو او پنځو د AKUT رضاکارانو د شهادت خبر زه ژور غمجن کړم.
زه د دوی کورنیو او زموږ ملت ته خپله خواخوږي وړاندې کوم، او د الله له دربار څخه خپلو شهیدانو ته د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوم.