د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه د هغو یواځې ۱۱ هېوادونو په ډله کې شامله شوې چې خپل مخابراتي سپوږمکۍ جوړولی شي.
اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل: "د TURKSAT 6A سپوږمه کۍ په مرسته، چې موږ د ۸۴ سلنې داخلي امکاناتو نه په استفادې سره د ۸۰ سلنه څخه زیات ځايي او کورني کولو کچه ترلاسه کړې، تورکیه د هغو یواځې ۱۱ هېوادونو په ډله کې شامله شوې چې خپل مخابراتي سپوږمکۍ جوړولی شي."
اردوغان په انقره کې د ترکسات په په مرکز کې د TURKSAT 6A د فعالیت د پیلولو په مراسمو کې وویل چې د دې سپوږمکۍ په توغولو سره به د تورکیې سپوږمکۍ د نړۍ د نفوس پوښښ له ۳.۵ میلیارده څخه ۵ میلیارده ته لوړه کړي.
هغه زیاته کړه چې TURKSAT 6A به لږ تر لږه د ۱۵ کلونو لپاره خدمت وکړي، او د TURKSAT لخوا د مخابراتي سپوږمکیو شمېر شپږ ته لوړ شوی، او په فضا کې د تورکیې د ټولو سپوږمکیو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی.
اردوغان وویل چې نوې جیو سټیشنري مخابراتي سپوږمکۍ به د تلویزیوني خپرونو او بیړنیو مخابراتو په څېر خدماتو لپاره پراخه پوښښ برابر کړي.
"کله چې موږ د نړۍ پرمختګونو ته ګورو، موږ وینو چې د تورکیې لپاره یوه تاریخي فرصت پيل شوی دی. موږ د نړیوال سیستم کې د خپل حق ځای ته رسېدو ته ډېر نږدې یو،"
"موږ د دې انقلابي پروژې له لارې یوه ملي او محلي مخابراتي سپوږمکۍ پلاتفورم ترلاسه کړی دی."