نړۍ
2 دقیقې خواندن
هند پر پاکستان ګنشمیر بریدونه وکړل چې له امله يي په لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
هند د پاکستان او پاکستان تر ولکې لاندې کشمير په ګڼشمیر نقطو بریدونه کړي دي.
هند پر پاکستان ګنشمیر بریدونه وکړل چې له امله يي په لسګونو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
/ AP
7 می 2025

پاکستاني چارواکیو ویلي دي چې  د وروستیو کلونو تر ټولو د ستر او جدي کړکېچ په لړ کې، هند په پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې په شپږو ځایونو  هممهاله بریدونو ملکي وګړي په شمول د ماشومانو  ووژل او جوماتونو ته یې زیان واړاوه.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې هند په بهاولپور، مریدکي، مظفرآباد، کوټلي، باغ او احمدپور شرقیه کې بریدونه کړي دي  چې ډېری یې ګڼ مېشته سیمې دي.

د پاکستان د پوځ ډګرجنرال احمد شریف چودري د ملکي کسانو د وژل کېدو پخلی وکړ. د وژل شویو کسانو په منځ کې یوه درې کلنه نجلۍ په احمدپور شرقیه کې، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او یو ۱۸ کلن هلک په کوټلي کې، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې موقعیت لري، شامل دي. په مریدکي کې، چې د لاهور سره نږدې ښار دی، یو بل سړی وژل شوی دی. لسګونه کسان ټپیان شوي او دوه کسان لا هم ورک دي.

چودري د راولپنډۍ په ګارېزن ښار کې د سهار له مخه یوې خبري غونډې ته وویل چې د هند پوځ "د بېلابېلو وسلو په کارولو سره په شپږو ځایونو بریدونه کړي، چې ۲۴ ځایونه یې اغېزمن کړي دي." هغه زیاته کړه چې هدف شوې سیمې، په شمول د یو جومات، د پاکستان دننه او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې وې.

پاکستان په سخت غبرګون کې ادعا وکړه چې پنځه هندي جنګي الوتکې او څو ډرونونه یې ویشتلي دي.

لاندې د بریدونو وروسته د پېښو لومړنۍ انځورونه وړاندې شوي دي — د ویجاړیو، ټپي شویو خلکو، او په پاکستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د مات شویو ودانیو صحنې.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us