په پاکستان کې د روانو موسمي بارانونو له امله تر اوسه پورې ۲۹۹ کسانو ژوند د لاسهورکړی چې تر لږه لږه ۱۴۰ تنه يي ماشومان دي.
د پاکستان د ناورین د مدیریت ملي ادارې د یکشنبې په ورځ وویل چې د جون د ۲۶مې راهیسې د سختو بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو او ځمکې ښویدنې له کبله تر ۷۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د ټولو مړینو نږدې نیمایي د ختیځ پنجاب ایالت څخه راپور شوې دي، چې ورپسې د شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا سیمه ده.
د ۷۱۵ ټپیانو له ډلې ۲۳۹ ماشومان، ۲۰۴ ښځې او ۲۷۲ نارینه شامل دي.
د هوا پېژندنې اداره وړاندوینه کوي چې د دوشنبې څخه به په پنجاب، خیبر پښتونخوا او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د بارانونو او تندرونو نوې څپه پیل شي، چې د ژغورنې ادارې یې د احتمالي بیړنیو حالاتو لپاره چمتووالی نیسي.
د مون سون بارانونه په سویلي آسیا کې، په ځانګړې توګه په پاکستان کې، زیاتره وختونه ویجاړتیاوې رامنځته کوي؛ خو په وروستیو کلونو کې د اقلیم د بحران له امله د دې بارانونو د شدت او ناڅاپي والي کچه زیاته شوې ده.