ابیب کې د بن ګوریون په هوايي ډګر د بالستیک توغندي برید کړی دی.
د اسرائیل د پوځ ویاند افیخای ادرعي د یمن حوثي ډلې لخوا د جولای په لسمه د تل ابیب بن ګوریون هوایي ډګر باندې د برید پخلی وکړ او وویل چې په بعضو سیمو کې د خطر زنګونه وغږیدل.
د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریع ادعا وکړه چې توغندي په خپل هدف لګیدلي دي چې له امله یې "له ۳۰۰ څخه زیاتو ښارونو او کلیو کې د هوايي برید د خطر زنګونه وغږول شول. میلیونونه صهیونیستان (اسرائیلیان) یې پناه ځایونو ته اړ کړل، او د هوایي ډګر پروازونه یې ودرول شول."
هغه زیاته کړه: "د خدای په توکل، (مسلح ځواکونه) په اشغال شوي فلسطین کې د پوځي او ستراتیژیکو اهدافو په وړاندې د توغندیو بریدونو د پراخولو لپاره کار کوي، او د سمندري محاصرې دوام به هم وساتي. دا عملیات به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې د غزې پر وړاندې بریدونه ودرول شي او محاصره ختمه شي."
خو د پخوانیو ورته پېښو په څېر، د اسرائیلي پوځ د حوثي ډلې دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې توغندی شنډ شوی دی.
حوثیانو په مې میاشت کې ویلي وو چې د اسرائیل په هوایي ډګرونو د پرله پسې بریدونو په وسیله به په دې هېواد "هراړخیز" هوایي بندیز ولګوي.
حوثیانو د اسرائیل پر وړاندې د توغندیو او ډرون بریدونه زیات کړي دي، او له هغه وخت راهیسې چې د اسرائیلي پوځ لخوا په مارچ کې د غزې پر وړاندې بریدونه د دوه میاشتو نازک اوربند وروسته بیا پیل شول، پر اسرائیل بریدونه او د کښتۍ لارې یې هدف ګرځولي دي.
د جولای په ۹مه، دوی د یوناني بار وړونکې کښتۍ "ایټرنټي سي" ډوبه کړه او وویل چې د عملې ځینې غړي لا هم ورک دي. دا په همدې اونۍ کې دویمه یوناني کښتۍ وه چې ډوبه شوه. د سمندري امنیت سرچینې باور لري چې دغه ډله د کښتۍ شپږ سمندري عمله نیولې ده.
له نوامبر ۲۰۲۳ راهیسې، دغې ډلې د سره سمندر، د عدن خلیج، او د عرب سمندر په تجارتي کښتۍ بریدونه کړي دي، د غزې د فلسطینیانو ملاتړ لپاره، چېرته چې د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې نږدې ۵۷،۷۰۰ کسان وژل شوي دي.