نړۍ
2 دقیقې خواندن
جنوبي کوریا پر پولنډ د ۱۸۰ ک ۲ ټانکونو د پلورولو لپاره یو لوی قرارداد لاسلیکولو ته چمتوالی نیسي
د جنوبي کوریا حکومت پلان لري چې د شاوخوا ۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت د K2 بلیک پینتر ټانکونو یوه بله جوپه پولنډ ته صادره کړي.
جنوبي کوریا پر پولنډ د ۱۸۰ ک ۲ ټانکونو د پلورولو لپاره یو لوی قرارداد لاسلیکولو  ته چمتوالی نیسي
/ Others
19 ساعته مخکې

جنوبي کوریا پر پولنډ د ۱۸۰ ک ۲ ټانکونو د پلورولو لپاره ددې هیواد سره یو لوی قرارداد لاسلیکولو ته چمتووالی نیسي.

 د جنوبي کوریا حکومت پلان لري چې د شاوخوا ۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت د K2 بلیک پینتر ټانکونو یوه بله جوپه پولنډ ته صادره کړي. د دې تړون د لاسلیک مراسم به د روانې میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، چې د جنوبي کوریا تر ټولو لوی واحد وسلو صادرات ګڼل کېږي. د یونهاپ خبري اژانس د حکومتي سرچینو له قوله دا راپور ورکړی دی.

د دفاعي صنعت یوه چارواکي یونهاپ ته تایید کړې چې د تړون لاسلیک مراسم به د سه شنبې په ورځ په پولنډ کې ترسره شي. د دې تړون له مخې، پولنډ به ۱۸۰ K2 ټانکونه ترلاسه کړي. له دې ډلې څخه، ۱۱۷ ټانکونه به د جنوبي کوریا د دفاعي شرکت هیوندای روټم شرکت لخوا جوړ شي، په داسې حال کې چې پاتې ټانکونه به په پولنډ کې د دولتي دفاعي شرکت PGZ لخوا تولید شي.

دا تړون په اصل کې تمه کېده چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې ترسره شي، خو د دواړو هېوادونو په سیاسي حالاتو کې د بدلونونو له امله وځنډېد. په دې کې د جنوبي کوریا داخلي بې ثباتي هم شامله وه، چې د دسمبر په میاشت کې رامنځته شوه.

دا تړون د پولنډ د پراخې هڅې یوه برخه ده چې د روسیې او اوکراین د جګړې له امله د امنیتي اندېښنو په منځ کې خپل پوځي وړتیاوې پیاوړې کړي. په ۲۰۲۲ کال کې، وارسا د جنوبي کوریا سره د دفاعي تړونونو یوه لړۍ لاسلیک کړه، چې په دې کې د K2 ټانکونو، K9 ځان چلوونکو هاوتزرونو، او FA-50 سپکو برید کوونکو الوتکو د ترلاسه کولو تړونونه شامل وو.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us