د پاکستان په شمال لویدیځ د خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانستان پولې ته نږدې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۶ پاکستاني سرتیري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي، چې پکې ملکي وګړي هم شامل دي.
ځايي رسنیو ویلي دي چې د برید هدف د پوځ یو کاروان و . پېښه د خدي بازار، میرعلي کې رامنځته شوې ده.
د امنیتي چارواکو په وینا، دا همغږی برید هغه مهال وشو کله چې یو ځانمرګي بریدګر د ۲۲م فرنټیر فورس ریجمنټ د بم شنډولو د واحد موټر ته نږدې چاودېدونکي توکي وچول.
د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ یو ځایي حکومتي چارواکي، چې د رسنیو سره د خبرو اجازه نه درلوده، وویل: "یو ځانمرګي بریدګر د چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځ په کاروان ور ټکر کړ."
هغه زیاته کړه چې په دې برید کې ۱۶ سرتیري وژل شوي.
د ولسوالۍ یو پولیس افسر چې د فرانس پریس خبري اژانس سره یې خبرې کولې وویل: "چاودنې د دوو کورونو چتونه هم نړولي، چې شپږ ماشومان یې ټپیان کړي دي."
د دې برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې منلی دی.
په دې برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ټپیان شوي، چې ۱۴ پکې ملکي وګړي دي.
دا برید په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې پر امنیتي ځواکونو تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.
تر اوسه د پاکستان پوځ د دې برید په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.
د وزیرستان، خیبر او کرم په ولسوالیو کې د وروستیو بریدونو وروسته، د پاکستان پوځ په دې ایالت کې د استخباراتي عملیاتو شدت زیات کړی دی.
اسلاماباد تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ترهګر، چې ګواکې په افغانستان کې مېشت دي، په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، خو کابل دا تورونه ردوي او وايي چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې نه ترسره کېږي.