اقتصاد
4 دقیقې خواندن
د تورکیې د انرژۍ د لارې نقشه چمتو ده
تورکیې په انرژۍ کې د لنډ مهاله لارې نقشه وټاکله.
د تورکیې د انرژۍ د لارې نقشه چمتو ده
February 28, 2025

تورکیې په انرژۍ کې د لنډ مهاله لارې نقشه وټاکله. د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزارت د ۲۰۲۴-۲۰۲۸ ستراتیژیک پلان جزییات هم روښانه شول. هدف دا دی چې په نړۍ کې د انرژۍ په برخه کې روان پرمختګونه په پام کې نیولو سره، د تورکیې شته سرچینې او ځانګړې اړتیاوې پوره کولو لپاره ګامونه پورته شي.

د اناتولیه خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د ستراتیژیک پلان نه هدف د داخلي سرچینو سره تر ۲۰۲۸ م کاله پورې د تولیداتو کچه ۲۷۰ میلیارده کیلوواټ ساعتو ته رسول،  د برېښنا په تولید کې د داخلي سرچینو برخه ۶۳ سلنې ته لوړول، په نصب شوي ځواک کې د لمریزې انرژۍ د بریښناکوټونو ظرفیت ۳۳ زره ۱۰۰ میګاواټه ته لوړول، د بادي انرژۍ برېښناکوټونو ظرفیت ۱۹ زره ۳۰۰ میګاواټه ته رسول او د ۴ زره ۸۰۰ میګاواټه اټومي انرژۍ ظرفیت فعالول دي.

په دې چوکاټ کې په هیواد کې د نفتو تولید ۲۱۰ زره بیلرو، د طبعي ګازو تولید ۴۲.۵ میلیونه متر مکعبو، د طبیعي ګاز ذخیره کولو ظرفیت ۱۲ میلیارده متر مکعب ته رسول او د کلني کانونو صادراتو ارزښت ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړول دي.

په پلان کې ۷ موخې او بېلابېل اهداف شامل دي.

د پلان له مخې ، د دوامداره انرژۍ عرضې امنیت تامینول، د بهرني وابستګی کمول، د خالص صفر کاربن تمرکز لرونکې انرژۍ بدلون ترسره کول، خوندي، دوامداره او ارزښت زیاتونکي کان‌کيندنه، د انرژۍ او کانونو بازارونو ملي او نړیواله اغېزه لوړول، په انرژۍ او طبیعي سرچینو برخه کې د داخلي ټکنالوژیو ملاتړ کول، د اداري وړتیا لوړول تر سرلیک لاندې ۷ موخې او ورسره تړلې ۳۰ اهداف ټاکل شوي دي.

په پلان کې، د دوامداره انرژۍ د عرضي امنیت تامینولو موخې لپاره په برېښنا کې نصب شوي ځواک زیاتول، د برېښنا مصرف او وېش شبکې پیاوړي کول، د نوي کیدونکې انرژۍ د ظرفیت د زیاتولو لپاره د شبکې انعطاف تامینول، د پطرول او ګازو بنسټونو پیاوړې کول، په انرژۍ کې د نړیوالو پانګونو په اړه همکارۍ زیاتول په پام کې نیول شوي دي.

د بهرني وابستګۍ د کمولو په چوکاټ کې اخیستل کېدونکي ګامونه هم د پلان په منځپانګه کې شامل دي. له مخې به  یې، د داخلي سرچینو څخه د برېښنا تولید، تېل او ګاز، داخلي سکرو او په بهر کې د انرژۍ او کانونو سرچینو لټون او تولید زیات کړی شي.

د تورکیې د شنې انرژۍ اهدافو په چوکاټ کې اخیستل کېدونکي ګامونه هم د پلان مهمه برخه جوړوي.

د خالص صفر کاربن باندې تمرکز لرونکي بدلون په چوکاټ کې به  د برېښنا په تولید کې د پاکې انرژۍ سرچینو برخه زیاته شي، د انرژۍ موثریت فعالیتونه به ډیر شي، په انرژۍ کې به د کاربن کثافت کم شي، د برقي موټرو بدلون ملاتړ کوونکې قوي بنسټ به رامینځته شي، د شنه هایدروجن او نوي کیدونکي ګازو ارزښت زنځیر به وده ومومي.

د خوندي، دوامداره او ارزښت زیاتونکي کان‌کيندنې موخې په لور به د مهمو او ستراتیژیکو منرالونو په لومړیتوب سره د تورکیې د کانونو پوتانسیل څرګندېږي او اقتصاد ته به داخلېږي.

کانونه به په کور دننه پروسس کیږي او ارزښت به یې لوړیږي. کان‌کېندنه به د نړیوالو معیارونو سره سم خوندي او چاپېریال ته په حساسه توګه پرمخ ولاړه شي. د کار روغتیا او خوندیتوب کلتور به پراخ شي. د سکتور پورې اړوند ادارې او سازمانونه به لا اغېزمن، شفاف او مدیریت تمرکز لرونکي دولتي خدمت جوړښت ته واوړل شي.

د انرژۍ او کانونو بازارونه به له نړیوالو بازارونو سره یوځای کړای شي او سوداګریز حجم به لوړ شي، او په دې دوو سکتورونو کې به د پانګونې چاپېریال د ښه کولو لپاره ګامونه پورته شي.

سربېره پر دې، په انرژۍ او طبیعي سرچینو برخو کې به د ټکنالوژۍ پرمختګ او د څېړنې او پرمختګ فعالیتونه به ترسره شي، ټکنالوژي او تجهیزات به په ملي امکاناتو سره تولید شي.

پر دې سربېره، د وزارت اداري بنسټ به پیاوړی شي، تړلې او اړوند ادارو اداري مدیریت وړتیا به وده ومومي، د ډیجیټل بدلون او سایبري امنیت بنسټ به پیاوړی شي، د پېښو او بېړنیو حالاتو د مقابلې وړتیا به تقویه شي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
TRT Global ته یوه نظر واخلئ. خپلې نظریات شریک کړئ!
Contact us