نړۍ
2 دقیقې خواندن
د پوتین او ټرمپ د ټیلیفوني خبرو نه څه ساعته وروسته روسیې پر اوکراین بریدونه وکړل.
د روسیې لخوا د اوکراین په شمال کې پر پریلوکي ښار د  ډرون برید سره  لږ تر لږه پنځه کسان، چې یو کلن ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي. دا خبره د سیمې والي ویچسلاو چاؤس کړې ده .
د پوتین او ټرمپ د ټیلیفوني خبرو نه څه ساعته وروسته روسیې پر اوکراین بریدونه وکړل.
/ AP
5 جون 2025

د روسیې لخوا د اوکراین په شمال کې پر پریلوکي ښار د  ډرون برید سره  لږ تر لږه پنځه کسان، چې یو کلن ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي. دا خبره د سیمې والي ویچسلاو چاؤس کړې ده .

چاؤس د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې برید کې شپږ نور کسان ټپیان شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

د هغه په وینا، د پنجشنبې په سهار وختي شپږ شاهد ډوله ډرونونه د پریلوکي په استوګنیزو سیمو ولګېدل، چې د استوګنیزو ودانیو سخت زیان یې واړاوه.

څو ساعته وروسته، د پنجشنبې په سهار وختي د اوکراین په ختیځ ښار خارکیف کې په یوه روسي ډرون برید کې ۱۷ کسان ټپیان شول، چې پکې ماشومان، یوه امیندواره ښځه او یوه ۹۳ کلنه ښځه شامل دي. دا خبره د سیمې مشر اولیګ سینیهوبوف په ټیلیګرام کې کړې ده.

د شپې شاوخوا ۱:۰۵ بجې، شاهد ډوله ډرونونه د ښار په سلوبیدسکي ولسوالۍ کې په دوو اپارتمانونو ولګېدل، چې اور یې ولګاوه او څو شخصي موټرونه یې ویجاړ کړل.

سینیهوبوف په ټیلیګرام کې ولیکل: "دښمن د خوب پر مهال په کورونو بریدونه کوي، چې بیا هم د خپل مکار ترهګریز تاکتیک ثبوت وړاندې کوي."

بلخوا، د اوکراین پوځ ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د روسیې په بریانسک سیمه کې د توغندیو سیسټمونه په نښه کړي، چې د اوکراین پر ضد د برید لپاره چمتو کېدل.

د اوکراین لوی درستیزوالۍ د ټیلیګرام له لارې ویلي: "د  روسیې یو راکټ لانچیر په بشپړ ډول له منځه وړل شوی ، او دوه نورې ښایي زیانمن شوي وي."

لوی درستیزوالۍ  زیاته کړې چې د بریانسک په سیمه کې د دې واحد له خوا چمتو کېدونکی برید ښایي د اوکراین پلازمېنې کیف هدف و.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us