ایران د اسرائیل سره مستقیم اوربند رد کړ خو ویلي دي که هغوې بریدونه ودروي دوی به پرې هم بریدونه ونکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د اسرائیل سره د اوربند په اړه هیڅ رسمي تړون نه دی شوی، سره له دې چې د امریکا لخوا وروستي ادعاوې شوې چې اوربند ته رسیدلی دی.
عراقچي په یوه پوسټ کې په ایکس کې وویل: "تر دې دمه، د اوربند یا پوځي عملیاتو د بندیدو په اړه هیڅ 'تړون' نشته."
هغه زیاته کړه چې د ایران پوځي اقدامات د اسرائیلي تیري په ځواب کې دي، نه دا چې تهران جګړه پیل کړې وي.
د هغه څرګندونې څو ساعته وروسته وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې اسرائیل او ایران دواړه د شاوخوا دوه اونیو د جګړې وروسته په بشپړ او ټولیز اوربند موافق شوي دي.
عراقچي ټینګار وکړ چې ایران به خپل پوځي ځواب ودروي که اسرائیل خپل بریدونه ودروي. هغه ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ د تهران په وخت د سهار ۴ بجې دي خو د اسرائیلو بریدونه دوام لري.
"که د اسرائیل رژیم د ایران د خلکو پر وړاندې خپل غیر قانوني تیری بند کړي... موږ به هم پر هغوې خپل ځوابي بریدونه ودرو.
خو هغه خبرداری ورکړ چې "د پوځي عملیاتو د بندیدو په اړه وروستۍ پرېکړه به وروسته وشي."
په یوه بل پوسټ کې، عراقچي د ایران ځواکونو ستاینه وکړه چې "تر وروستۍ دقیقې پورې" عملیاتو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې دوی د خپل هېواد د دفاع لپاره "تر وروستي څاڅکي وینې پورې" چمتو دي.
دغه څرګندونې د دې خبرې نښې دي چې د امریکا لخوا اعلان شوی اوربند په بشپړ ډول نافذ شوی نه دی — او یا هم د ټولو اړخونو لخوا منل شوی نه دی.
د اوربند د خبرو په جریان کې، اسرائیل ادعا وکړه چې ایران نوي توغندي توغولي، په داسې حال کې چې د ایران رسنیو راپور ورکړ چې اسرائیل د ایران اټومي ساینس پوه محمد رضا صدیقي وواژه.
د ۱۲ ورځو جګړه
د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه د جون په ۱۳مه هله پیل شوه کله چې اسرائیل په ایران کې د اټومي، پوځي ځایونو او ملکي خلکو باندې هوايي بریدونه وکړل.
جګړه هغه وخت نوره هم زیاته شوه کله چې د امریکا ځواکونو د اونۍ په پای کې د اسرائیلي بریدونو ملاتړ وکړ او د ایران درې لوی اټومي ځایونه یې په نښه کړل.
د دوشنبې په ورځ، ایران د امریکا د پوځ په العدید هوايي هډه (په قطر کې) باندې بالستیک توغندي وتوغول، چې د سیمه ییزې جګړې د پراخیدو نوې اندیښنې راپورته کړې.
په داسې حال کې چې د امریکا او اسرائیل مشران وروستی اوربند د یوې مهمې مرحلې په توګه ګڼي، د ایران چارواکي په دې اړه ډیر محتاط دریځ لري او د دې تضمین غواړي چې د اسراییلي بریدونه به ودریږي مخکې له دې چې خپل ځواکونه شاته کړي.