د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د غزې کړکېچ په اړه د لوېديځو هېوادونو غبرګون په کلکه غندلی او دا يې د اخلاقي مشرتابه ناکامي بللې ده.
اردوغان د پنجشنبې په ورځ له هنګري څخه د راستنېدو پر مهال له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې غزه يوازې يو بشري ناورين نه دی، بلکې د نړۍ د اخلاقي بشپړتيا لپاره يو ازموينه ده.
هغه زياته کړه: "په غزه کې يوازې يو بشري بحران نه دی، بلکې دا د نړيوال نظام د اخلاص يوه ازموينه ده، چې لوېديځو بنسټونو په کې ناکامي ښودلې ده." اردوغان اسرائيل په دې تورن کړ چې په قصدي ډول د غزې لپاره مرستې بندوي او خبرداری يې ورکړ چې دا ډول کړنې اسرائيل په نړيواله کچه يوازې کوي او په اروپا کې د خلکو نظرونه بدلوي.
هغه وويل: "تاسو نشئ کولای چې چوپ پاتې شئ پداسې حال کې چې ماشومان وژل کېږي او د لوږې له امله مري." د ډيلي صباح د راپور له مخې، اردوغان وويل: "اروپا اوس د اسرائيلو کړنو ته بيداره کېږي." هغه زياته کړه چې تاريخ به هغه کسانو سره حساب وکړي چې د غزې د خلکو کړاوونه ناديده نيسي.
اردوغان د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره د تورکیې ژمنتيا يو ځل بيا څرګنده کړه او ويې ويل چې هېواد يې د انسانيت ترڅنګ ولاړ دی او په دې برخه کې به هېڅکله شاته نه شي.
د سوريې بنديزونه او د امريکا سفر
اردوغان د سيمهييزې ډيپلوماسۍ په اړه، د سوريې پر وړاندې د نړيوالو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه او دا يې د دايمي ثبات د ترلاسه کولو لپاره يو مهم ګام وباله.
هغه وويل چې دا ډول ګام به په منځني ختيځ کې د تورکیې د رغنده ډيپلوماسۍ اغېزمنتيا ښيي.
اردوغان د امريکا د احتمالي سفر يادونه هم وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره به ليدنه وکړي.