د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په مکسیکو کې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې یې خپل څلور دفترونه تړلي دي. د دې اقدام دلیل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بهرنیو مرستو په بودیجه کې کموالی ښودل شوی دی. د UNHCR په وینا، په مکسیکو کې د دې ادارې استازي جیواني لیپري وویل چې د ټرمپ ادارې د دې ادارې د عملیاتو لپاره بودیجه ۶۰ سلنه کمه کړې ده.
د دې پرېکړې له امله تر ۱۹۰ زیات کارکوونکي له دندو ګوښه شوي او دفترونه په جالیسکو او چیپاس ایالتونو کې تړل شوي دي. په چیپاس کې، چې د ګواتیمالا سره په جنوب ختیځ کې پروت دی، دوه دفترونه په پالینک او ټینوسیق ښارونو کې تړل شوي دي.
دا سیمه د لویدیځې نیمه کرې د مهاجرت د بهیر لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د پناه غوښتنې ۶۷ سلنه غوښتنلیکونه په چیپاس کې ثبت شوي دي. ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه د خپلې دندې له پیل راهیسې د عامه لګښتونو په پراخو کمښتونو تمرکز کړی دی. دا کمښتونه د حکومت د موثریت د نوي جوړ شوي ریاست (DOGE) له لارې عملي شوي، چې مشرې يې ميليارد ايلون مسک کوې.
دغه ریاست هغه لګښتونه په نښه کړي چې د دوی په باور غیر ضروري دي، په ځانګړي ډول بهرني مرستې. ټرمپ ژمنه کړې وه چې د امریکا د بهرنیو مرستو ۶۰ میلیارده ډالر کم کړي او د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره (USAID) له منځه یوسي. د امریکا بهرني مرستې په مکسیکو کې د کډوالو د ملاتړ او ځای پر ځای کولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د UNHCR د وروستي مالي راپور له مخې، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې پورې خپور شوی، متحده ایالاتو د مکسیکو لپاره د دې ادارې د عملیاتو ۸۶ سلنه بودیجه ورکړې وه، چې د تیر مالي کال لپاره ۵۸ میلیونه ډالره وه. د مکسیکو حکومت د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې له ټرمپ د دندې له پیل راهیسې ۳۸،۷۵۷ کسان مکسیکو ته شړل شوي دي، چې په دې کې ۳۳،۳۱۱ مکسیکویان او ۵،۴۴۶ بهرنیان شامل دي.