نړۍ
2 دقیقې خواندن
چین د هند لخوا پر پاکستان د اوبو د درولو نه وروسته په پاکستان کې د اوبو بند د جوړولو چارې چټکې کړې.
چین به په چټکۍ سره د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ولایت کې د مومند بند د جوړولو چارې ګړندۍ کړي. دا خبره  د ساوت چاینا مارننګ پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ وکړه.
چین د هند لخوا پر پاکستان د اوبو د درولو نه وروسته په پاکستان کې د اوبو بند د جوړولو چارې چټکې کړې.
/ AP
12 ساعته مخکې

چین د هند لخوا پر پاکستان د اوبو د درولو نه وروسته په پاکستان کې د اوبو بند د جوړولو چارې چټکې کړې.

چین به په چټکۍ سره د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ولایت کې د مومند بند د جوړولو چارې ګړندۍ کړي. دا خبره  د ساوت چاینا مارننګ پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ وکړه.

دغه بند د برېښنا تولید، د سېلابونو کنټرول، کرنې او د اوبو رسولو لپاره ډیزاین شوی دی. دا به ۸۰۰ میګاواټه (MW) هایدرو برېښنا تولید کړي او د پېښور ښار لپاره، چې د خیبر پښتونخوا مرکز دی، هره ورځ ۱.۱۴ میلیارده لیټره د څښاک اوبه برابرې کړي.

د چین دولتي انرژۍ انجینرۍ شرکت له ۲۰۱۹ کال راهیسې د مومند هایدروپاور پروژې په جوړولو بوخت دی، چې ټاکل شوې ده راتلونکی کال بشپړه شي.

د چین دولتي تلویزیون سي سي ټي وي په یوه تازه راپور کې ویلي چې د بند د کانکریټ ډکولو چارې پیل شوې دي، چې دا د دې ملي مهمې پروژې لپاره یو مهم پرمختګ او د چټک پرمختګ مرحله ګڼل کېږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې هند د اپرېل په ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د وسله والو برید وروسته، چې ۲۶ کسانو پکې ژوند د لاسه ورکړ د پاکستان سره د کلونو زوړ د سندو د اوبو تړون په یو اړخیز ډول وځنډاوه. نوی ډیلي پر اسلام‌اباد تور پورې کوي چې په دې برید کې لاس لري، خو پاکستان دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

دواړو سیال هیوادونو ترمنځ پوځي کړکېچ د مې په ۶مه شپه هغه وخت پیل شو چې هند د پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په خاوره توغندیو برید وکړ. په ځواب کې، پاکستان د مې په ۱۰مه د هند په ختیځو سیمو او د هند تر واک لاندې کشمیر کې ۲۶ پوځي اهداف په نښه کړل.

خو د امریکا په منځګړیتوب اوربند وشو، چې لا هم په ځای دی، او دواړو سیالو پوځونو پرېکړه وکړه چې د باور جوړونې اقداماتو ته دوام ورکړي څو د جګړې د چمتووالي کچه راټیټه کړي.

نوی ډیلي بیا ویلي چې کشمیر د پاکستان سره یو دوه اړخیزه موضوع ده.

خو د ۱۹۴۷ کال راهیسې د ملګرو ملتونو څو پرېکړې د کشمیر په اړه شوې دي، چې په دې لانجمنه سیمه کې د ټولپوښتنې غوښتنه کوي. تر اوسه هېڅ یوه پرېکړه نه ده عملي شوې.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us