نړۍ
7 دقیقې خواندن
لویدیځ چې تر پرونه ځان د ډیموکراسۍ ټاټوبی او اصلي مدافع بولو نن پخپله په ډیموکراسۍ ملنډې وهي.
په هغه  نړۍ کې  یو داسې کس چې په جنګي جرمون تورن وي او د محکمې لخوا يي د نیولو امر صادر شوی وي، په لویدیځو پلازمینو کې په ازده توګه ګرځي او د ډیپلوماتیکو درناویو سره  ترینه هرکلی کیږي.
لویدیځ چې تر پرونه ځان د ډیموکراسۍ ټاټوبی او اصلي مدافع بولو نن پخپله په ډیموکراسۍ ملنډې وهي.
Israeli Prime Minister Benjamin Netanyahu and Hungarian Prime Minister Viktor Orbán walk the red carpet in Budapest—a war criminal welcomed with honours, as Europe's silence speaks volumes (Reuters). / Reuters
9 اپریل 2025

په هغه  نړۍ کې  یو داسې کس چې په جنګي جرمون تورن وي او د محکمې لخوا يي د نیولو امر صادر شوی وي، په لویدیځو پلازمینو کې په ازده توګه ګرځي او د ډیپلوماتیکو درناویو سره  ترینه هرکلی کیږي.  نن ورځ لویدیځ هیوادونه چې ځانونه د بشري حقونو او عدالت د تامیندونکو اداره بڼسټګران بولي پخپله د هغه ادارو چې ددوې لخوا جوړې شوي دي په پریکړو عمل نکوي او تر خپو لاندې کوي يي.

دا یوه فرضي پوښتنه ، اټکل یا تبصره  نه ده. دا هغه حقیقت دی چې نن روان دی.

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، چې د نړیوالې جزایي محکمې  لخوا د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور تورن شوی، د اروپایي مشرانو لخوا ترینه  د تودو روغبړونو او سره غالیو سره هر کلی کیږي.

هنګري، چې د اروپایي اتحادیې غړی هېواد دی، اعلان کړی چې له نړیوالې جزایي محکمې  څخه به ووځي. هنګري دا پرېکړه په داسې حال کې وکړه چې په جنګي او بشري جرمونو تورن د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو بوداپست ته  په رسمي سفر لاړ او هلته ترینه ډیر تود هر کلی وشو. دا په حقیقت کې هنګري د یو تورن جنګي مجرم لپاره د خوندي ځای په توګه وړاندې کوي.

ښه پوښته داده چې چیرته ده هغه ډیموکراسي، بشري حقونه او ټولنیز عدالت؟ چیرته دي  د اروپایي ټولنې د چارواکو غندنې؟ د ویلو ده چې دې سفر او تود هر کلي نه په رسنیو او نه هم په سیاسي ډګر کې کوم بحث یا غوغا نده رامنځته کړې.

جرمني، چې د نړیوالې جزایي محکمې  له بنسټ ایښودونکو ملاتړ کوونکو څخه دی، هم څرګنده کړې چې دوی به نتنیاهو و نه نیسي که هغه هلته سفر وکړي. دا هماغه جرمني دی چې د قانون د واکمنۍ او د بشري حقونو تبلیغ کوي، خو په اسانۍ سره اسرائیل له حساب ورکولو څخه معاف کوي. دا یوازې دوه مخې چلند نه دی، بلکې دا د جرمونو په ملاتړ کې ښکاره مرسته ده.

هغه ادارې چې ادعا کوي چې  نړیوال قانون ساتنه کوي—لکه نړیوالې جزایي محکمه، ملګري ملتونه، او د لیبرال ډیموکراتیک نظام په نوم جوړښتونه—په لویه کچه د اروپایي ځواکونو لخوا جوړې شوې وې.

خو آیا دا ادارې چې د عدالت د تامین په موخه جوړې شوي دي  کله هم د عدالت لپاره کار کړی دی؟ که یوازې د لویدیځ د واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره جوړې شوې دي.  

همدې ادارو د نړۍ ځیني مشران بیا تورن او مجازات کړي هم دي.

د بیلګې په توګه، نړیوالې جزایي محکمې  د افریقا، منځني ختیځ، او بالکان د مشرانو محاکمه کړې ده. خو کله چې خبره د لویدیځ یا د هغوی د متحدینو مشرانو ته راشي، عدالت ناڅاپه "پیچلی" کیږي.

دوه مخې چلندونه ښکاره دي. اسرائیل کولی شي په معافیت سره ظلمونه ترسره کړي، پداسې حال کې چې هغه څوک چې د ظلم پر وړاندې مقاومت کوي، د مجرم په توګه چلند ورسره کیږي.

دا یوازې د نړیوال قانون سره خیانت نه دی—دا د هغو ارزښتونو سره خیانت دی چې لویدیځ یې د استازیتوب ادعا کوي.

د لویدیځ ډیموکراسي په بحران کې ده.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسئول په دې وروستیو کې اسرائیل ته سفر وکړ او هغې د اسرائیلو نه د  یو "ډیر ښه شریک" او متحد په توګه یادونه وکړه.

ښه پوښته داده چې ایا اسرائیل په څه کې ښه شریک دی؟ په جنګي جرمونو کې؟ په قومي تصفیو کې؟ او که د نړیوال قانون څخه د سرغړونې په برخه کې؟ څنګه کولی شي اروپایي اتحادیه، چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د ملاتړ ادعا کوي، داسې حکومت ومني چې د یو بشپړ ملت د ویجاړولو په هڅه کې دی؟

دا یوازې د لویدیځې ډیپلوماسۍ ناکامي نه ده، بلکې د یو داسې نظام افشا کول دي چې په دروغو جوړ شوی دی. لویدیځ نړۍ ته د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، او د قانون د واکمنۍ په اړه تبلیغ کوي.

خو هغه څه چې موږ یې نن شاهدي کوو او په خپلو سرګو يي وینو، دا ثابتوي چې دا ارزښتونه یوازې هغه وخت پلي کیږي کله چې د لویدیځ ګټې خوندي کوي. هماغه حکومتونه چې د ډیموکراسۍ په نوم د بمبارۍ کمپاینونه توجیه کوي، د نتنیاهو د حساب ورکولو مخنیوی کوي.

هماغه رسنۍ چې د فلسطیني مقاومت هڅې "ترهګري" بولي، د اسرائیلو کړنې د نسل وژنې په توګه نه یادوي.

په همدې حال کې، په امریکا کې هغه زده کوونکي چې د غزې په نسل وژنه د اعتراض جرئت کوي، نیول کیږي، غلي کیږي او بدنامیږي. پوهنتونونه، چې یو وخت به  یې د وینا آزادې او انتقادي فکر باندې  ویاړ کاوه، اوس د دولت سره په ګډه د وجدان د غږونو د ځپلو لپاره کار کوي.

زده کوونکو په لاسونو کې ځلوانې اچول کیږي، کش کیږي، او یوازې د دې لپاره ځورول کیږي  چې د فلسطینیانو لپاره عدالت غوښتنه کوي.

پیغام روښانه دی: د هغوې لپاره د نتنیاهو په څیر د جنګي مجرمینو ملاتړ د منلو وړ دی، خو د نسل وژنې پر وړاندې درېدل او غږ اوچتول د هغوې لپاره د منلو وړ نده.

دا نوې خبره نه ده. لویدیځ  تل د خپلو جګړو، مداخلاتو، او اقتصادي استثمار د توجیه لپاره له ډیموکراسۍ څخه د وسلې په توګه کار اخیستی دی او اخلي.

خو هغه څه چې موږ یې نن وینو، تر بل هر وخت ښکاره دي. نقاب لرې شوی دی. د لیبرال نړۍ نظام خپل ریښتینی ماهیت ښکاره کړی دی—یو داسې امپراتورۍ چې په انتخابي عدالت، دوه مخې چلند، او پای نه لرونکي جګړې ولاړه ده.

یو استعماري میراث چې هیڅکله پای ته نه دی رسیدلی.

هغه څه چې موږ یې نن شاهدي کوو، یو استثنا نه ده، بلکې د یو استعماري ذهنیت دوام دی چې هیڅکله په بشپړ ډول نه دی ختم شوی. د لویدیځ پراختیا تل د غیر سپین پوستي خلکو په زیان ترسره شوې ده. ژبه بدله شوې، خو کړنې هماغه دي.

پیړۍ وړاندې، اروپایي امپراتوریو خپلې فتحې د نړۍ د "تمدن" په نوم توجیه کولې. نن ورځ، دوی خپلې کړنې د "ډیموکراسۍ  نه د دفاع" تر بیرغ لاندې توجیه کوي.

خو که دا د فلسطین کې د بریتانوي استعماري واکمني وي، په افریقا کې د فرانسوي امپریالیزم، یا په منځني ختیځ کې د امریکایي جګړو، هدف تل یو و—کنټرول، استثمار، او د مقاومت ځپل.

اسرائیل د معاصرې نړۍ وروستی استعماري پروژه ده، او لویدیځ به هر څه وکړي ترڅو دا وساتي. ولې؟ ځکه چې اسرائیل په منځني ختیځ کې د لویدیځ د واکمنۍ د پراخولو لپاره یوه وسیله ده.

دا یو نظامي هډه ده، یوه وسیله چې د فلسطیني ځان ټاکنې مخه ونیسي او په سیمه کې کنټرول وساتي. له همدې امله هغه قوانین چې په نورو ملتونو پلي کیږي، په اسرائیلو نه پلي کیږي.

له همدې امله نتنیاهو په آزادۍ سره سفر کولی شي، پداسې حال کې چې فلسطینیان یوازې د اشغال لاندې ژوند کولو لپاره محاکمه کیږي او بندیان کیږي.

د لویدیځ په اصل کې خپل اعتماد او باور د لاسه ورکړی دی.  دوه مخې چلندونه دومره ښکاره دي چې له پامه غورځول یې ناشونې ده. هغه څوک چې تل یې دې ته پام کړی، پوهیږي، خو اوس ټوله نړۍ هر څه په ښکاره توګه ویني.

که لویدیځ غواړي چې جدي ونیول شي، نو باید د ټولو لپاره یو شان معیارونه ومني.

دا نشي کولی چې د ډیموکراسۍ ملاتړ وکړي پداسې حال کې چې د اپارتایډ ملاتړ کوي. دا نشي کولی چې د بشري حقونو تبلیغ وکړي پداسې حال کې چې د نسل وژنې تمویل کوي. دا نشي کولی چې د قانون د واکمنۍ خبرې وکړي پداسې حال کې چې جنګي مجرمین آزاد ګرځي.

تر ټولو لږ چې لویدیځ یې کولی شي، دا دی چې موږ ته د خپلو بشري حقونو په اړه تبلیغ کول بند کړي. که ډیموکراسي یوازې د امپریالیزم د توجیه لپاره یوه وسیله وي، نو راځئ چې نور ځان غولول بند کړو.

ځکه چې اوس مهال، لویدیځ د ډیموکراسۍ مدافع نه دی. دا یوازې په دیموکراسۍ ملنډې وهل دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us