نړۍ
3 دقیقې خواندن
امریکايي څیړونکي او ساینس پوهان د ټرمپ د پالیسیو له امله د فرانسې په پوهنتونونو کې څیړنې پیلوي
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د لګښتونو د کمولو  له امله اغېزمن شوي لومړنۍ ډلې څېړونکي د فرانسې په یوه پوهنتون کې دنده پیلیوي. دا خبره چارواکیو کړې ده.
امریکايي څیړونکي او ساینس پوهان د ټرمپ د پالیسیو له امله د فرانسې په پوهنتونونو کې څیړنې پیلوي
Several US researchers are leaving for Europe due to funding cuts and attractive European recruitment programmes offering academic freedom and stability. / AFP
18 اپریل 2025

د فرانسې د اېکس مارسیل پوهنتون چې د ټولو هغه امریکايي ساینس پوهانو چې د ټرمپ د بودیجې د کمولو له امله اغیزمن شوي دي خپلې دروازې پرانیستي دي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوی د "د علم او ساینس لپاره د خوندي سیمې" پروګرام په چوکاټ کې له امریکا څخه ډیر زیات وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.

پوهنتون په یوه بیان کې ویلي دي له ۲۹۸ غوښتنلیکونو څخه، ۲۴۲ غوښتنلیکونه وړ ګڼل شوي او د شاوخوا ۲۰ موجودو پوستونو لپاره یې ارزونه روانه ده.

پوهنتون زیاته کړه چې د غوښتونکو له ډلې ۱۳۵ کسان د امریکا اتباع دي او ۴۵ یې دوه ګوني تابعیت لري.

د پوهنتون رئیس اریک برټون وویل چې هغه غواړي د "پناه غوښتونکي ساینسپوه" لپاره نوی حیثیت رامنځته شي او په فرانسه او اروپا کې د نورو امریکایي څېړونکو هرکلی وشي.

د بله پلوه د فرانسې د پارلمان غړی او پخوانی ولسمشر فرانسوا اولاندا د فرانسې په پوهنتونونو کې د امریکايي استادانو د جذب په خاطر یوه مسوده پارلمان ته وړاندې کړه.

د اېکس مارسیل پوهنتون مخکې له دې د یو بل پروګرام له لارې ۲۵ ساینسپوهان چې د خطر سره مخامخ وو، له اوکراین، یمن، افغانستان او اشغال شوې فلسطین څخه راوستي دي.

پوهنتون یو ځانګړی بودیجه ځانګړې کړې چې له مخې یې هر څېړونکی چې ومنل شي، د درې کلونو لپاره د خپلو څېړنو د دوام لپاره د ۶۰۰,۰۰۰ څخه تر ۸۰۰,۰۰۰ یورو ترمنځ مرسته ترلاسه کوي.

پوهنتون وویل چې د امریکا د بیلابیلو ادارو څخه يي وړاندیزونه ترلاسه کړي دي  چې په کې جانز هاپکنز، ناسا، ییل، سټینفورډ، کولمبیا، او د پنسلوانیا پوهنتون هم  شامل دي.

د بودیجې کمښت

د انتخاب یوه کمېټه به راتلونکې چهارشنبه غونډه وکړي، ورپسې به د لیرې واټن مرکې ترسره شي، مخکې له دې چې لومړني ساینسپوهان د جون میاشت په دندو پیل وکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ځینې امریکایي څېړونکي او ساینسپوهان اروپا ته د تګ په اړه غور کوي، ځکه چې د امریکا د څېړنیز چاپېریال کې د ټرمپ د ادارې د پالیسۍ بدلونونو له امله لویې ګډوډۍ رامنځته شوې دي.

د ټرمپ اداره د فدرالي څېړنیزو بودیجو په کمولو سره، د ملي روغتیا انسټیټیوټ (NIH)، ناسا، او د ملي سمندري او فضایي ادارې په څېر مهمو ادارو څخه میلیاردونه ډالر کم کړي دي.

د بېلګې په توګه، NIH هغه ګڼ شمېر مرستې لغوه کړې چې د ادارې د بدلېدونکو لومړیتوبونو سره سمون نه خوري، په داسې حال کې چې د USAID بودیجې کمښت د مهمو څېړنیزو پروژو ملاتړ بې برخې کړی دی.

د "نیچر" یوې سروې ښودلې چې ډېر امریکایي ساینسپوهان د تګ په اړه فکر کوي، په ځانګړې توګه د ماسټرۍ وروسته څېړونکي (۷۹ سلنه) او د پی‌اېچ‌ډي زده‌کوونکي (۷۵ سلنه) د بودیجې د نه‌پېژندنې له امله اغېزمن شوي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us