21 اپریل 2025
کاردینال کیوین فاریل د واتیکان د ټیلیګرام کانال له لارې په خپور کړي بیان کې وویل:
" پاپ فرانسیس نن سهار په ۷ بجو او ۳۵ دقیقو د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکړ."
۸۸ کلن پاپ فرانسیس چې د تیرو ۱۲ کلونو د خپل پاپۍ په دوران کې د مختلفو ناروغیو سره مبارزه کوله نن د اپریل ۲۱ مه نيټه د سهار په ۷ بجو او ۳۵ دقیقو وفات شو.
واتیکان د تیرو څو میاشتو راهیسې د پاپ د روغتیا د خرابېدو نه خبر ورکړی وو، چې د هغه د ژوند په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې وې.