نړۍ
2 دقیقې خواندن
ټرمپ وایي چې د امریکا او چین ترمنځ تجاري موافقه لاسلیک شوې خو ډیر جزیات يي ندي ورکړي
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د "یو لوی ښکلی قانون" په نوم غونډه کې وویل: "ښه، موږ پرون له چین سره موافقه لاسلیک کړه، سمه ده؟ یوازې له چین سره مو لاسلیک کړه."
ټرمپ وایي چې د امریکا او چین ترمنځ تجاري موافقه لاسلیک شوې خو ډیر جزیات يي ندي ورکړي
/ AP
27 جون 2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا د چهارشنبې په ورځ له چین سره د سوداګرۍ یوه موافقه لاسلیک کړې، خو د دې موافقې جزئیات یې نه دي څرګند کړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د "یو لوی ښکلی قانون" په نوم غونډه کې وویل: "ښه، موږ پرون له چین سره موافقه لاسلیک کړه، سمه ده؟ یوازې له چین سره مو لاسلیک کړه."

هغه زیاته کړه: "په دې چینایي موافقه کې، موږ د چین پرانیستل پیل کړي دي. داسې څه چې مخکې هېڅکله نه وو ممکن."

د امریکا او چین چارواکو د روانې میاشتې په پیل کې په لندن کې سره ولیدل ترڅو د تعرفو په اړه خبرې وکړي.

د اپرېل په میاشت کې، امریکا د چین څخه واردېدونکو توکو باندې د پام وړ تعرفې پلي کول پیل کړل. خو د مې په میاشت کې، امریکا او چین د لومړنیو ۹۰ ورځو لپاره د جزایي تعرفو د پراخ کمښت په اړه موافقه وکړه.

ټرمپ وویل چې کېدای شي امریکا له هند سره هم یوه موافقه لاسلیک کړي.

هغه زیاته کړه چې امریکا د تعرفو له لارې ۸۸ میلیارده ډالر راټول کړي دي او ویې ویل: "دا ښکلی کار نه دی؟ ۸۸ میلیارده."

د نادره معدني موادو انتقالات

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي تایید کړه چې امریکا او چین د جنیوا د موافقې د پلي کولو لپاره د چوکاټ په اړه یوې اضافي تفاهم ته رسېدلي دي.

دغه تفاهم "د دې په اړه دی چې څنګه موږ کولی شو د نادره معدني موادو انتقالات امریکا ته بیا چټک کړو"

بلومبرګ د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک په حواله ویلي: "هغوی به موږ ته نادره معدني مواد انتقالوي" او کله چې هغوی دا وکړي "موږ به خپلې متقابلې اقدامات ختم کړو."

ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د مالیاتو او لګښتونو د کمولو قانون ته وده ورکولو په ترڅ کې وویل چې "یو لوی ښکلی قانون" د امریکا په تاریخ کې "یو له تر ټولو مهمو قوانینو څخه دی."

هغه زیاته کړه چې دغه قانون به "زموږ سرحدونه خوندي کړي، زموږ اقتصاد ته وده ورکړي او د امریکایي خوب بیا راژوندی کړي."

وروسته له هغې چې د استازو جرګې دغه پراخ قانون تېر میاشت په سختۍ سره تصویب کړ، د سنا جمهوري غوښتونکي اوس هڅه کوي چې دا قانون د بدلونونو سره تصویب کړي او بیا یې د تایید لپاره بېرته استازو جرګې ته واستوي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us