د تايلنډ لومړۍ وزيره پيتونګتارن شيناواترا د چارشنبې په ورځ په پارلمان کې د بې باورۍ رایې څخه بریالۍ راووتله، چېرې چې د اپوزیسیون ګوندونو هغه د خپل پلار، میلیاردر پخواني لومړي وزیر تکسین شیناواترا د لاسپوڅي په توګه تورنه کړې وه.
د دوه ورځنۍ بحث پر مهال، چېرې چې اپوزیسیون د ۳۸ کلنې پيتونګتارن د هېواد مدیریت او د هغې د تجربې نشتون تر نیوکې لاندې راوست، د بې باورۍ پرېکړه د ۳۱۹ رایو په مقابل کې د ۱۶۲ رایو سره رد شوه، او اووه کسانو ممتنع رایه ورکړه.
پيتونګتارن د رایې ګټلو وروسته د خپلو ملاتړو څخه مننه وکړه. هغې په فیسبوک ولیکل: "ټولې رایې، که د ملاتړ وي او که د مخالفت، به ما او کابینې ته د دې ځواک راکړي چې د خلکو لپاره سخت کار ته دوام ورکړو."
تکسین، چې د تايلنډ د معاصر تاریخ تر ټولو اغېزناک خو جنجالي سیاستوال ګڼل کېږي، په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۵ کلونو جلاوطنۍ وروسته هېواد ته راستون شو.
هغه د فساد او واک د ناوړه ګټې اخیستنې د پخوانیو تورونو له امله د اته کلن بند څو میاشتې په یوه پولیس روغتون کې تېرې کړې، خو د پاچا لخوا ورته بښنه ورکړل شوه، چې دا د شاته پردې جوړجاړي اوازې راپورته کړې چې ګواکې هغه سره نرم چلند شوی.
دغه ۷۵ کلن سیاستوال د میلیونونو غریبو تايلنډیانو ترمنځ لا هم محبوب دی، چې د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د هغه د واکمنۍ پر مهال یې ښه اقتصادي وضعیت درلود، خو د هېواد محافظه کاره اشراف هغه د فاسد او چل ول کوونکي په توګه ګڼي.
‘شیطاني معامله’
پيتونګتارن تېر کال د پيو تای ګوند په مشرۍ د ائتلافي حکومت په سر کې لومړۍ وزیره شوه، چې دا ګوند د تکسین د سیاسي خوځښت وروستۍ بڼه ده، وروسته له هغه چې پخوانی لومړی وزیر سرتا تاویسین د محکمې د پرېکړې له مخې له دندې ګوښه شو.
د باور رایې پر مهال، د اپوزیسیون د خلکو ګوند یو توندروه غړي، رانګسیمن روم، په پارلمان کې پيتونګتارن تورنه کړه چې د خپل پلار لپاره یې ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
هغه وویل: "تاسو یوه معامله وکړه، یوه شیطاني معامله، چې خپل پلار ته مو له نورو بندیانو څخه ښه شرایط برابر کړئ." هغه زیاته کړه: "شرط دا و چې ستاسو پلار به یوه ورځ هم په زندان کې نه تېروي."
پيتونګتارن دغه تورونه رد کړل او څرګنده یې کړه چې هغه یوازې څو میاشتې وروسته له هغه لومړۍ وزیره شوه چې د هغې پلار ته د پاچا لخوا بښنه ورکړل شوه.