د سه شنبې په ورځ چارواکو وویل چې د هند په سویلي ایالت تلنګانه کې د درملو په یوه فابریکه کې د دوشنبې په ورځ د یوې لویې چاودنې او اور لګېدو له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۶ ته لوړ شو، پداسې حال کې چې شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول.
د ایالت د اور وژنې خدماتو مشر جي وي نارایانا راو د اسوشیټیډ پریس سره په خبرو کې وویل، د اور وژنې څانګې د پېښې له ځایه چې د ایالت د پلازمېنې حیدرآباد څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره (۳۱ میله) لرې په یوه صنعتي سیمه کې موقعیت لري، د ۳۴ کارګرانو سوځېدلې مړي راویستي دي.
راو زیاته کړه چې دوه نور کارګران د سوځېدنې له امله په روغتون کې مړه شوي دي. هغه وویل چې د سیګاچي انډسټریز د درمل جوړونې د ویجاړې شوې فابریکې ملبه لا هم پاکېږي ترڅو معلومه شي چې نور کارګران خو به نه وي بند پاتې.
هغه وویل، شاوخوا ۳۰ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. "د فابریکې ټول جوړښت نړېدلی دی. اور مړ شوی دی، او موږ هیله لرو چې په راتلونکو څو ساعتونو کې د ملبې پاکول بشپړ کړو."
سیګاچي انډسټریز د چاودنې او اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو يادونه يې وکړه چې د فابریکې اصلي تولیدي زیرساختونه زیانمن شوي او د فابریکې عملیات به د ۹۰ ورځو لپاره ودرول شي. شرکت وویل چې دغه فابریکه مایکروکریسټالین سیلولوز تولیدوي، چې دا یو کیمیاوي مرکب دی چې په درملو جوړولو کې عام استعمال لري.