منځنی ختیځ
4 دقیقې خواندن
په اسرائیل کې د مخالف ګوند مشر پر حکومت غږ کړی دی چې په غزه کې روانه نسل وژنه پایته ورسوي.
د اسرائیلو د مخالف ګوند مشر یائیر لاپید له حکومته به غزه کې د روان وضعیت د پایته رسولو ، د اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو په خاطر د حماس سره د معامله کولو غوښتنه کړې ده. څ
په اسرائیل کې د مخالف ګوند مشر پر حکومت غږ کړی دی چې په غزه کې روانه نسل وژنه پایته ورسوي.
/ AP
27 جون 2025

په اسرائیل کې د مخالف ګوند مشر پر حکومت غږ کړی دی چې په غزه کې روانه نسل وژنه پایته ورسوي.

د اسرائیلو د مخالف ګوند مشر یائیر لاپید ویلي چې په غزه کې روانه وینه تویونه "وروستي حد ته  رسېدلې" ده، هغه یې ناکامي بللې او د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له افراطي حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې دې حالت ته د پای ټکی کېږدي او په غزه کې د اسرائیلي بندیانو  د خوشې کولو مسئلې لومړیتوب ورکړي.

لاپید د پنجشنبې په ورځ په ایکس لیکلي: "هغه څه چې موږ په غزه کې کوو، کار نه کوي. جګړه په یوه بند حالت کې ده. اوس د جګړې د پای ته رسولو وخت دی. مشرتابه باید پوه شي چې کله ستراتیژي بدله کړي کله چې بریالۍ نه وي."

د هغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د سه شنبې په ورځ په خان یونس کې د حماس په یوه کمین کې اووه اسرائیلي سرتیري د زغره وال موټر دننه ووژل شول. لاپید حکومت په دې تورن کړ چې سرتیري یې "د نورو بریدونو لپاره هدف ګرځولي" او د روانې وژنې په اړه یې پوښتنه وکړه: "نور هېڅوک نه پوهېږي چې موږ له دې ټولو څخه څه ترلاسه کوو."

هغه یو ځل بیا د اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو لپاره د یوې معاملې غوښتنه وکړه — چې شمېر یې شاوخوا ۵۰ اټکل شوی، او ۲۰ یې ژوندي ګڼل کېږي — او وړاندیز یې وکړ چې د جګړې وروسته د غزې د مدیریت لپاره دې مصر شامل شي.

لاپید وویل: "موږ باید مصر ته اجازه ورکړو چې د غزې اداره وکړي، په داسې حال کې چې اسرائیلي پوځ د غزې شاوخوا بیا ځای پر ځای شي ترڅو ګواښونه دفع کړي، قاچاق ودروي، او حماس اقتصادي پلوه کمزوری کړي."

هغه ټینګار وکړ چې د حماس ماتول "باید د غزې په ډنډ کې  زموږ د سرتیرو د ډوبولو له لارې نه وي، بلکې د ستراتیژۍ، تنظیم او هوښیار وخت ټاکلو له لارې باید وي."

د اسرائیلو د پارلمان غړي او پخواني رئیس میکي لیوي د لاپید ملاتړ وکړ او ویې ویل: "موږ باید روان حالت ته د پای ټکی کیږدو."

هغه په ایکس کې وویل: "دا جګړه په داسې جګړه بدله شوې چې لوری نلري. اوس د یوې معاملې وخت دی."

د فشار زیاتوالی

د لاپید څرګندونې د نتنیاهو پر وړاندې د زیاتېدونکي انتقاد برخه ده، چې حکومت یې د سیاسي بقا لپاره د وژنو د اوږدولو په تور تورن شوی. د بندیانو او وژل شویو سرتیرو کورنیو، او همدارنګه د اسرائیلو د مخالف ګوند ځینو برخو، نتنیاهو تورن کړی چې د خپل کابینې د ښي اړخو ډلو غوښتنو ته غاړه ایښې ده.

په فبرورۍ کې، مصر د لاپید هغه وړاندیز رد کړ چې قاهره دې د ۱۵ کلونو لپاره د غزې اداره وکړي په بدل کې چې د پورونو معافیت ترلاسه کړي.

د هغه وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې نړۍ پام یو ځل بیا غزې ته اوښتی، وروسته له هغې چې د اسرائیلو او ایران ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه وشوه، او په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په غزه کې اوربند "ډېر نږدې" دی.

فلسطینیانو راپور ورکړی چې د اسرائیلو د روانې وژنې له امله تر ۵۶,۳۰۰ زیات کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړو شویو کورونو لاندې ښخ دي.

کارپوهان بیا وایي چې د مرګ ژوبلې اصلي شمېر د غزې د چارواکو له راپورونو څخه ډېر زیات دی، او اټکل کوي چې دا شمېر شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته رسېدلی شي.

د وژنو په اوږدو کې، اسرائیلو د غزې ډېره برخه ویجاړه کړې او د ۲.۳ میلیونه نفوس نږدې ټول بې ځایه کړي دي. همدارنګه، اسرائیلو د بشري مرستو د اړینې اړتیا مخه نیولې او د غزې د بشري بنسټ په نوم د یوې لانجمنې ډلې اجازه یې ورکړې، چې د امریکا ملاتړ لري او د ملګرو ملتونو د مرستو د کار مخنیوي لپاره جوړه شوې، او د "مرګ دام" په توګه یې نیوکه شوې.

تېر نومبر کې، د نړیوالې جزایي محکمې لخوا د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت لپاره د جګړې د جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر شول.

همدارنګه، اسراییل د غزې پر وړاندې د جګړې په تور د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې قضیې سره مخ دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us