د متحده عربي اماراتو ملي هوايي شرکت به راتلونکې میاشت د سوریې پلازمینې دمشق ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
امارات هوايي شرکت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې لومړۍ الوتنه به د جولای په ۱۶مه نېټه دمشق ته ترسره شي.
دغه هوايي شرکت زیاته کړه چې په پیل کې به درې اونیزې الوتنې ترسره کوي، خو د اګست میاشتې څخه به دا شمېر څلورو الوتنو ته لوړي کړي.
شرکت وویل چې دمشق ته د الوتنو د بیا پیل پرېکړه د سوریې د ملکي هوايي چلند ادارې (GCAA) سره په ګډه د یوې بشپړې ارزونې وروسته شوې ده.
په بیان کې دا هم راغلي چې د اکتوبر میاشتې څخه به د دې الوتنو شمېر ورځنیو الوتنو ته لوړ شي.
د امارات هوايي شرکت مشر شیخ احمد بن سعید وویل: "امارات د دمشق لپاره د خپلو عملیاتو د بیا پیلولو څخه خوښ دی او غواړي د سوریې د پرمختګ په لاره کې مرسته وکړي، د غوره انتخابونو او اړیکو برابرولو سره، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، پانګونې او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره اړین دي."
په ۲۰۱۲ کال کې، د دوبۍ پر بنسټ جوړ شوي دې هوايي شرکت د سوریې د بشار الاسد رژیم پر وړاندې د انقلاب له پیل وروسته خپلې الوتنې وځنډولې.
بشار الاسد، چې نږدې ۲۵ کاله د سوریې مشري کړې وه، د ډسمبر په میاشت کې روسیې ته وتښتېد، چې د بعث ګوند واکمني یې پای ته ورسوله، کوم چې له ۱۹۶۳ کال راهیسې په واک کې و.
له هغه وخت راهیسې، ګڼ شمېر هوايي شرکتونو د سوریې سره د خپلو الوتنو د بیا پیل اعلان کړی دی.