ساینس او ټکنالوژي
3 دقیقې خواندن
مایکروسافټ اسرائیل پوځ لپاره د مصنوعي زیرکتیا په چمتو کولو اعتراض کوونکي انجینیران له دندې ګوښه کړل
د مایکروسافټ شرکت هغه دوه انجینیران له دندې ګوښه کړل چې د اسرائیلو سره ددې شرکت پر همکارۍ نیوکه کړې وه.
مایکروسافټ اسرائیل پوځ لپاره د مصنوعي زیرکتیا په چمتو کولو اعتراض کوونکي انجینیران له دندې ګوښه کړل
Microsoft fires engineers over protesting AI supply to Israeli military / Reuters
8 اپریل 2025

 د امریکا ټکنالوژۍ لوی شرکت مایکروسافټ د   سافټویر دوه انجنیران چې د  اسرائیلو پوځ ته د دې شرکت لخوا  د مصنوعي زیرکتیا د  ټکنالوژۍ په برابرولو او همکارۍ يي نیوکه کړې وه له دندې ګوښه کړل.

ابتِهال عبوساد، چې د مایکروسافټ د مصنوعي زیرکتیا په څانګه کې سافټویر انجنیره وه، د دوشنبې په ورځ د "قصدي سرغړونې، نافرمانۍ یا د دندې غفلت" په تور له دندې ګوښه شوه.

ونیا اگروال، بله انجنیره، چې  پلان يي درلود د اپرېل په ۱۱مه استعفا وکړي، خو شرکت د دوشنبې په ورځ د هغې استعفا سمدستي قبوله کړه او له دندې يي ګوښه کړه. دا خبره د  سي ان بي سي تلویزیون کړې ده .

اعتراضونه د جمعې په ورځ پیل شول، کله چې عبوساد د شرکت د ۵۰مې کلیزې په مراسمو کې د مصنوعي زیرکتیا د څانګې مشر مصطفی سلیمان وینا ودروله او په لوړ غږ یې وویل چې د هغه "لاسونه په وینو ککړ دي" او مایکروسافټ یې د اسرائیلي پوځ سره د مصنوعي زیرکتیا  وسلو برابرولو په تور تورن کړ. هغې وویل: "۵۰,۰۰۰ کسان وژل شوي دي، او مایکروسافټ زموږ په سیمه کې دا نسل وژنه ځواکمنه کړې ده."

وروسته، اگروال د یوې بلې غونډې په ترڅ کې، چې د شرکت اجرائیه رئیس ستیا نډیلا، پخوانی اجرائیه رئیس سټیو بالمر، او بنسټګر بل ګیټس پکې ګډون درلود، مداخله وکړه او په لوړ غږ یې وویل: "تاسې ټولو ته د شرم ځای دی ! له اسرائیل سره اړیکې پرې کړئ."

د دغو اعتراضونو وروسته، عبوساد د مایکروسافټ کارکوونکو او اجرائیه پلاوي ته یو برېښنالیک واستاوه، چې په هغه کې یې تور پورې کړ چې شرکت د کارکوونکو د مخالفتونو مخه نیولې ده.

په دې برېښنالیک کې د "نو ازور فار اپارتایډ " په نوم د یوې ډلې د غوښتنې لینک هم شامل و، چې د مایکروسافټ هغه کارکوونکي نومونه مه  پکې شامل وو چې مخکې یې د اسرائیل سره د شرکت اړیکو پر وړاندې اعتراض کړی و.

مایکروسافټ د عبوساد برېښنالیک ته په ځواب کې وویل چې دوی د هغې "ناوړه چلند" په رسمیت پېژندلی او ټینګار یې وکړ چې د هغې دندې "سمدستي پای ته رسول" یوازینۍ مناسبه پرېکړه ده.

اگروال هم په خپل برېښنالیک کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې او د مایکروسافټ د نظامي-صنعتي کمپلکس سره په ښکېلتیا نیوکه وکړه، او شرکت یې د څارنې، اپارتایډ، او نسل وژنې په ملاتړ تورن کړ.

د مایکروسافټ ویاند د جمعې په ورځ وویل: "موږ د ټولو غږونو د اورېدو لپاره ډېرې لارې برابرې کړې دي. مهمه دا ده چې موږ غوښتنه کوو چې دا کار په داسې ډول وشي چې د سوداګرۍ ګډوډي رامنځته نه کړي. که داسې وشي، موږ له ګډونوالو غواړو چې ځای بدل کړي."

له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په وحشیانه بریدونو کې له ۵۰,۷۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us