د غزې جګړه
4 دقیقې خواندن
اروپايي ټولنه له اسرائیل سره د همکارۍ تړون د غزې د نسل ‌وژنې له امله بیا ارزوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې کاجا کالاس وایي چې په ټولنه کې "یو قوي اکثریت" په اسرائیل د فشار لپاره د دې اقدام ملاتړ کړی دی.
اروپايي ټولنه له اسرائیل سره د همکارۍ تړون د غزې د نسل ‌وژنې له امله بیا ارزوي.
/ AP
14 ساعته مخکې

اروپايي ټولنې د اسرائیلو سره د همکارۍ تړون د بیاکتنې امر کړی دی، وروسته له هغه چې بریتانیا د اسرائیلو سره د سوداګرۍ خبرې اترې ودرولې، ځکه چې اروپایي هیوادونو د غزې د نسل وژنې په اړه سخت دریځ غوره کړ.

فرانسې د فلسطیني دولت د پېژندلو ژمنه بیا تازه کړه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، فرانسې او کاناډا پر وړاندې د غزې د پوځي برید او بندیز په اړه د ګواښونو په اړه غبرګون وښود.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې کاجا کالاس د سه شنبې په ورځ وویل چې د ۲۷ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې "یو قوي اکثریت" د دې ګام ملاتړ وکړ، ترڅو پر اسرائیلو فشار راوړل شي.

کالاس خبریالانو ته وویل: "هیوادونه ویني چې په غزه کې وضعیت د زغملو وړ نه دی، او زموږ غوښتنه دا ده چې خلکو سره ریښتینی مرسته وکړو، او د بشري مرستو بندیزونه لرې کړو ترڅو دا مرستې خلکو ته ورسیږي."

د اروپایي ټولنې او اسرائیلو د همکارۍ تړون بیاکتنې لپاره هڅې هغه وخت زیاتې شوې کله چې اسرائیلو د غزې په وړاندې خپل بریدونه د اوربند له پای ته رسېدو وروسته بیا پیل کړل.

دیپلوماتانو وویل چې ۱۷ اروپایي هیوادونو د دې بیاکتنې غوښتنه وکړه، د تړون د هغه مادې له مخې چې د بشري حقونو درناوي ته اشاره کوي، او هالنډ د دې وروستۍ هڅې مشري وکړه.

د اروپایي ټولنې وېش  

اروپایي ټولنه له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیلو ملاتړ کوونکو او هغو هیوادونو ترمنځ وېشل شوې چې د فلسطین ملاتړ ته نږدې ګڼل کیږي.

د دې وېش یوه نښه دا ده چې هنګري د لویدیځې غاړې په نیول شویو سیمو کې د اسرائیلي مېشتو کسانو پر وړاندې د نورو بندیزونو د لګولو مخه ونیوله.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر، ماکسیم پریووټ، وویل چې هغه په غزه کې د حقونو د سرغړونې په اړه "هیڅ شک" نه لري، او دا بیاکتنه ممکن د ټول تړون د ځنډېدو لامل شي.

په ورته وخت کې، بریتانیا د آزادې سوداګرۍ خبرې اترې وځنډولې او د اسرائیلو سفیر یې احضار کړ. د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي د نتنیاهو حکومت د فلسطیني سیمو د پوځي بریدونو د پراخېدو په اړه په "شدیدو کړنو او څرګندونو" تورن کړ.

لامي د بریتانیا پارلمان ته وویل چې حکومت د لویدیځې غاړې په مېشتو سیمو کې د ښکېلو افرادو او سازمانونو پر وړاندې نوي بندیزونه لګوي.

هغه وویل نړۍ قضاوت کوي، تاریخ به پرېکړه وکړي. د مرستو بندول، جګړه پراخول، او د خپلو ملګرو او شریکانو اندېښنې له پامه غورځول. دا د منلو وړ نه دي او باید ودرول شي.

لامي وویل چې بریتانیا به د اسرائیلو سره د همکارۍ د بیاکتنې په اړه غور وکړي د ۲۰۳۰ کال د اړیکو د نقشې لارې په چوکاټ کې. "د نتنیاهو د حکومت کړنې دا اړینه کړې ده.

اسرائیلو په ځواب کې وویل چې "بهرنی فشار" به د دې هیواد مخه ونه نیسي چې "د خپلو دښمنانو پر وړاندې د خپل وجود او امنیت دفاع وکړي."

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اورن مارمورستین په یوه بیان کې وویل: "که د اسرائیلو ضد تعصب او کورني سیاسي ملاحظاتو له امله، د بریتانیا حکومت غواړي د بریتانیا اقتصاد ته زیان ورسوي — دا د دوی خپله پرېکړه ده."

فرانسې هم د اسرائیلو په اړه خپل ډیپلوماتیک انتقادونه تازه کړل، د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو د فلسطیني دولت د پېژندلو ژمنه بیا تایید کړه.

بارو د فرانس انټر راډیو ته وویل، موږ نشو کولی د غزې ماشومانو ته د تاوتریخوالي او کرکې میراث پرېږدو. نو دا ټول باید ودرول شي، او له همدې امله موږ د فلسطیني دولت د پېژندلو لپاره ژمن یو.

د اسرائیلو وژنې

اسرائیلو تر اوسه په غزه کې له ۵۳,۶۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دې د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله کړې او نږدې ټول خلک یې بې ځایه کړي دي.

د نړیوالې جزایي محکمې تېر نومبر د نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر، یوآف ګالانت، لپاره د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر کړل.

اسرائیل هم د غزې په وړاندې د جګړې لپاره د نړیوالې محکمې د نسل وژنې قضیې سره مخ دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us