ایران د اسرائیلو د دفاعي سیستمونو پر وړاندې د یو داسې نوو میتدونو نه په کار اخیستو پیل کړی دی چې د اسرائیل دفاعي سیستمونه په یو بل بریدونه کوي .
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویلي چې دوی د دوشنبې په ورځ د عملیاتو په اتمه څپه کې نوي میتودونه وکارول ترڅو د اسرائیل څو پوړیز دفاعي سیسټمونه ګډوډ کړي، چې په پایله کې یې د اسرائیلي سیسټمونو ترمنځ خپلمنځي بریدونه وشول.
سپاه پاسداران ویلي چې د پرمختللو استخباراتي او تجهیزاتي وړتیاوو په کارولو سره دا بریدونه کړي دي، چې "له مخکې څخه ډېر ځواکمن او ویجاړونکی" و، د اسرائیلي دفاعي سیسټمونو د خرابۍ سبب شو.
د سپاه په وینا، "د دښمن څو پوړیز دفاعي سیسټمونه په داسې ډول ګډوډ شوي چې د رژیم دفاعي سیسټمونه په یو بل بریدونه کوي."
سپاه پاسداران ویلي چې د دوی نوښتونه د دې سبب شوي چې د اسرائیل د دفاعي ټکنالوژۍ لپاره د امریکا او لویدیځ پراخ ملاتړ سربېره، د توغندیو بریدونه په اعظمي توګه خپلو هدفونو ته ورسېږي.
ایران دغه عملیات د هغو ژمنو د پوره کولو په توګه یاد کړي چې د اوسني وخت شهید قوماندانانو کړي وو، او ویلي یې دي چې دا څرګندوي "د صهیونیستي دښمن او امریکایانو محاسبې او ارزونې د اسلامي ایران په وړاندې په بشپړ ډول غلطې ثابتې کړې."
سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې "اغېزمن، هدفمند او نور هم ویجاړونکي" عملیات به د "جعلي رژیم" پر مهمو هدفونو تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې "بشپړ نابودي" یې یقیني شي.
دغه بریدونه چې د دوشنبې په ورځ ترسره شول، لسګونه کسان یې ووژل او ټپیان کړل، او هغه شخړه یې نوره هم زیاته کړه چې د جمعې په سهار د اسرائیلي ځواکونو له خوا د ایران پر اټومي او توغندیزو تاسیساتو د بریدونو په پایله کې پیل شوې وه، چې په ترڅ کې یې لوړپوړي پوځي قوماندانان او ساینسپوهان ووژل شول.