په تورکیه کې د اوړي موسم په پیل سره د ځنګلونو د اورونو په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، چې د رسمي شمېرو له مخې د جون د میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې ۱,۵۱۶ اورونه ثبت شوي دي.
د دوشنبې په ورځ د تو رکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه بیان کې چې په "ایکس" خپور شو، تایید کړه چې د اور وژنې ډلې شپه او ورځ کار کوي. دغه هڅې د ۲۷ الوتکو، ۱۰۵ هیلیکوپټرو او ۱۴ ډرونونو په ګډون د پراخې هوایي بیړۍ لخوا ملاتړ کیږي.
نږدې ۶,۰۰۰ د اور وژنې موټرونه او د لومړنۍ غبرګون وسایط، د ۲۵,۰۰۰ د ځنګلونو کارکوونکو سره یو ځای، د اورونو د کنټرول لپاره ګمارل شوي دي.
اردوغان زیاته کړه: "تر اوسه پورې ۱,۵۰۷ اورونه تر کنټرول لاندې شوي دي. د هوايي عملې لخوا ۱۰,۲۶۰ الوتنې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د اورونو د مړه کولو لپاره له ۳۳,۰۰۰ ټنو څخه زیاتې اوبه غورځول شوي دي."
هغه همدارنګه وویل چې د اورونو د لامل ګرځېدو په شک کې ۳۱ کسان نیول شوي دي. له دې ډلې څخه لس تنه په رسمي ډول نیول شوي، په داسې حال کې چې لس نور د قضایي څارنې لاندې خوشې شوي دي تر څو نورې پلټنې ترسره شي.
ولسمشر اردوغان د اورونو له امله اغېزمن شویو اتباعو ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې نږدې ټول ځنګلي اورونه، له بده مرغه، د انساني بې احتیاطۍ یا قصدي عمل له امله رامنځته کېږي.
هغه زیاته کړه: "زموږ دولت، البته، هر ډول ممکنه تدابیر نیسي، خو زه غواړم ټولو ته یادونه وکړم چې تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د اورونو د رامنځته کېدو مخه ونیسو." اردوغان له اتباعو وغوښتل چې په راتلونکو دوو میاشتو کې د تورکیې د "شنه هېواد" د ساتنې لپاره تر ټولو زیات احتیاط وکړي.