د پنجشنبې په ورځ شوې دا پرېکړه داسې ښکاري چې د هند د پراخې هڅې برخه ده چې د پاکستاني سیاستوالو، مشهورو شخصیتونو او رسنیو د ټولنیزو رسنیو حسابونه په نښه کړي. دا ګامونه په داسې حال کې اخیستل شوي چې د جنوبي اسیا دا دوه ګاونډي هېوادونه د زیاتېدونکو کړکېچونو او خونړیو نښتو سره مخ دي.
د ایکس په وینا، دا امر د نړیوالو خبري ادارو او نورو مشهورو کاروونکو د بندولو غوښتنه هم کوي. دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې میټا په هند کې د نوي ډیلي په غوښتنه د انسټاګرام پر یوه مسلمانه خبري پاڼه بندیز ولګاوه.
د ایکس د نړیوالو حکومتي چارو ټیم په یوه بیان کې ویلي: "ایکس د هند حکومت له خوا اجرائیوي امرونه ترلاسه کړي چې په هند کې د ۸۰۰۰ څخه زیاتو حسابونو د بندولو غوښتنه کوي. که دا امرونه ونه منل شي، نو د شرکت ځایي کارکوونکي د درنو جریمو او بند سره مخ کېدای شي."
د ایکس په وینا، په ډېری مواردو کې حکومت دا نه دي ښودلي چې د کومو پوسټونو له امله دا حسابونه د هند د قوانینو خلاف دي، او په ډېرو نورو مواردو کې یې هېڅ شواهد یا توجیه وړاندې کړې نه ده.
د ایلون مسک په ملکیت کې دا پلیټفارم وايي چې دوی د دې غوښتنو سره موافق نه دي، خو دوی په هند کې د یادو حسابونو د بندولو پروسه پیل کړې ده.
"د بشپړو حسابونو بندول یوازې غیر ضروري نه دي، بلکې دا د موجوده او راتلونکي موادو سانسور کول دي، چې د بیان د آزادۍ له اساسي حق سره په ټکر کې دي."
"دا یوه اسانه پرېکړه نه ده، خو په هند کې د پلیټفارم د لاسرسي ساتل د هند خلکو لپاره د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره خورا مهم دي."
دا ګامونه په داسې حال کې اخیستل شوي چې د هند او پاکستان ترمنځ سختې جګړې روانې دي. دوه اونۍ وړاندې نوي ډیلي پر اسلام آباد تور ولګاوه چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د سیلانیانو پر یوه خونړي برید کې لاس درلود.
پاکستان دا تورونه رد کړي او د بې پرې پلټنو غوښتنه یې کړې، خو نوي ډیلي دا وړاندیز رد کړی دی.
دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي. هند د چهارشنبې په ورځ پر هغو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د دوی په وینا د "ترهګرو کمپونه" دي.
پاکستان د خپل هوايي حریم د دفاع په ترڅ کې ویلي چې پنځه هندي جنګي الوتکې او څو ډرونونه یې ویشتلي دي. هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو خپلواکو څارونکو، د امریکا او فرانسې چارواکو او د ویشتل شویو الوتکو ویډیوګانو ښودلې چې پاکستان ښايي لږ تر لږه درې هندي الوتکې غورځولې وي.
"ایکس" ویلي چې دوی د هند اجرائیوي امرونه د قانوني محدودیتونو له امله نشي خپرولی، خو اغېزمنو کاروونکو ته یې سپارښتنه کړې چې له محکمو څخه "مناسبه مرسته" وغواړي.
د اغېزمنو کاروونکو نومونه نه دي یاد شوي، خو په دې وروستیو کې د هندي رسنیو راپورونه ښيي چې د پاکستاني سیاستوال بلاول بوټو زرداري او د پاکستان پخواني لومړي وزیر او کرکټ لوبغاړي عمران خان حسابونه بند شوي دي.
هند د پاکستان د یو شمېر یوټیوب چینلونو بندولو امر هم کړی چې د دوی په وینا "تحریک کوونکي" مواد خپروي، چې په کې د پاکستان خبري رسنۍ هم شاملې دي.
د پاکستان د فلمي ستورو فواد خان او عاطف اسلم په ګډون د کرکټ ستوري بابر اعظم، محمد رضوان او پخواني لوبغاړي شاهد افریدي او وسیم اکرم هم په هند کې بند شوي دي.
د جنوبي اسیا د دې ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکو دښمنیو له امله په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو معلوماتو یو سیلاب خپور شوی، چې کاروونکي له ژور جعلي ویډیوګانو څخه نیولې تر زاړه عکسونو پورې خپروي او دا یې د روانو جګړو سره تړلي دي.